د روسي ستورمزلو جامې ولې د اوکراين بيرغ ته ورته وې؟
۱۴۰۰ اسفند ۲۹, یکشنبههغو روسي ستورمزلو چې د جمعې په ورځ نړيوالې فضايي اډې ته ورسېدل، د اوکراين له بيرغ سره د خپلو جامو ورته والی رد کړی دی. روسي ستورمزلي اولېګ آرتېميف وويل چې هره فضايي ډله او عمله تر الوتنې شپږ مياشتې مخکې لا خپل رنګونه خوښوي ځکه چې ځانګړی فضايي لباس يې بايد په جلا ډول وګنډل شي.
دا چې درې واړه روسي ستورمزلي د مسکو د باومن دولتي تخنيکي پوهنتون څخه فارغ شوي، نو د خپل فراغت د دورې له پرستيژ ډک رنګونه يې د يونيفورم له پاره غوره کړي ول.
آرتېميف د روسيې د فضايي ادارې په تلګرام کانال کې ويلي دي چې »هيڅ اړتيا نه شته چې زموږ په يونيفورم کې پټو نښو يا سمبولونو پسې لټون وشي.« د هغه په خبره »رنګ فقط رنګ دی.
په فضا کې روسي او امریکايي ستورمزلي یو بل ته غیږې پرانیزي
هغه هيڅ ډول تړاو هم له اوکراين سره نه لري. که نه په شنه آسمان کې يې بايد زيړ لمر ته د ادعا پر حق هم اعتراف وکړو.«
آرتېميف په ښکاره توګه دا هم وويل چې »په دغو ورځو کې، سره له دې چې په فضا کې قرار لرو، خو موږ له خپل ولسمشر او خپل ولس سره ولاړ يو!«
ديميتري روګوزين چې د روسيې د فضايي ادارې روسکوسکوس مشر دی، د ستورمزلو د پوهنتون د آبي او طلايي يا زيړو رنګونو د نښان انځور هم ټويټ کړي دي. د جمعې په ورځ فضايي اډې ته تر رسېدو لږ وروسته آرتېميف د يونيفورمونو د رنګ په هکله يو بېل ځواب ورکړی وو. هغه ويلي ول چې په زېرمه کې يې ډېر زيړ مواد يا ټوکر ساتل کېدل چې »له کبله يې بايد موږ زيړ رنګ هم خوښ کړی او اغوستی وای.«