د طالبانو پلاوی د رئيسي د جنازې په مراسمو کې ګډون کوي
۱۴۰۳ خرداد ۲, چهارشنبهد طالبانو د ادارې وياندې ذبيح الله مجاهد، د سې شنبې په ورځ د ټولنیزو رسنيو په ايکس شبکه کې ليکلي دي «په پام کې ده چې د رياست الوزرا د اقتصادي مرستيال ملا برادر اخوند، په مشرتوب د افغانستان د اسلامي امارت يو پلاوی چې د بهرنيو چارو وزير امير خان متقي، هم پکې شامل دی، سبا په تهران کې د ايران د فقيد جمهور رئيس سيد ابراهيم رئيسي، د جنازې په مراسمو کې ګډون وکړي.»
د طالبانو ادارې تر دې دمخه د ایران د ولسمشر او ورسره مله پلاوي د مړینې له کبله د ايران له ملت سره خواخوږي څرګنده کړې وه.
د ایران ولسمشر ابراهيم رئيسي، د بهرنيو چارو وزير امير حسين عبداللهيان، او څو نورو چارواکو د يکشنبې په ورځ د دغه هېواد په شمال لوېديځ کې د څرخي الوتکې د رالوېدو په پيښه کې خپل ژوند له لاسه ورکړ.
پرون، سه شنبه په تبریز ښار کې د رئيسي د جنازې مراسم پېل شول او نن په تهران کې دوام لري. په پام کې ده چې د رئيسي، مړی به سبا په مشهد ښار چې د نوموړي د زيږېدو ځای دی، خاورو ته وسپارل شي.