1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د قطر او متحده عربي اماراتو سفارتونو کار پیل کړ

۱۴۰۲ خرداد ۲۹, دوشنبه

د قطر او متحده عربي اماراتو سفارتونو یو ځل بیا کار پیل کړی دی. دا پرمختګ د پراخو سیمه ایزو فشارونو او عربي هیوادونو له خوا د دوو کلونو څخه د زیاتې مودې راهیسې د دوحې د تحریم له پای ته رسولو وروسته رامنځته شوی دی.

https://p.dw.com/p/4Slkn
Katar Mohamed bin Zayed Al Nahyan zu Besuch
انځور: Qatar Amiri Diwan/AP/picture alliance

د قطر او متحده عربي اماراتو ترمنځ په بشپړ ډول د دیپلوماتیکو اړیکو د فعالولو تر اعلان وروسته، د دواړو هیوادونو سفارتونو د دوشنبې (د جون میاشتې ۱۹ نیټه) په ورځ یو ځل بیا خپل خدمات پیل کړل. 

له قطر سره د اړیکو د عادي کیدو له پاره د څو عربي هیوادونو شرطونه

د قطر د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې وویل چې د دواړو سفارتخانو له خوا د کار پیلیدو پر مهال د قطر د بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن الثاني او د اماراتو د بهرنیو چارو وزیر شیخ عبدالله بن زاید ترمنځ تلیفوني خبرې شوې دي.

زمونږ له فیسبوک شبکې پاڼې سره یوځای شئ:

زمونږ له یوټيوب شبکې سره یوځای شئ:

د اړیکو د بیا رغولو له پاره تفاهم، د پراخو سیمه ایزو فشارونو او عربي هیوادونو له خوا د دوحې د بایکاټ یا تحریم له ختمولو دوه کاله وروسته صورت نیولی دی.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي دي چې د دوشنبې په ورځ د سفارتخانو له پرانیستل کیدو سره سم د دواړو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو تلیفوني خبرې وکړې.

قطر او اماراتو ولې اړیکې پرې کړې وې؟

د رویټرز خبري آژانس په اپریل میاشت کې خبر ورکړی وو چې دواړه خلیجې هیوادونه د دیپلوماتیکو اړیکو د بیا رغولو کوښښ کوي.

 Iran Teheran | Außenminister: Hossein Amirabdollahian und Prince Faisal
د متحده عربي اماراتو او قطر ترمنځ د دیپلوماتیکو اړیکو بیا رغول کیدل په یو داسې وخت کې صورت نیولی دی چې ایران او سعودي عربستان له کلونو دښمنۍ وروسته د خپلو اړیکو په عادي کولو موافقه کړې ده.انځور: Majid Asgaripour/WANA(REUTERS

ابوظبۍ او دوحه له کلونو راهیسې د سیمه ایز نفوذ، په سیاست کې د اسلام رول او په ټول منځني ختیځ کې د جمهوري پلوه غورځنګونو د ملاتړ له کبله یو او د بل مخالفت کاوه.

سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، بحرین او مصر پر قطر د ترهګرۍ د ملاتړ، د سیاسي اسلام په برخه کې د دغه هیواد د رول او له ایران سره د نږدې اړیکو درلودلو تورونو په لګولو سره له دغه هیواد سره په ۲۰۱۷م کال کې خپلې ټولې اړیکې پرې کړې وې. خو دوحې دغه تورونه رد کړي وو.

قطر او عربستان ته د ترمپ د سلاکار د سفر موخه څه ده؟

په ۲۰۲۱م کال کې د سعودي په العلاء ښار کې تر یوه تړون وروسته د قطر دیپلوماتیک تحریم پای ته رسول شوی و.

ریاض او قاهرې په ۲۰۲۱م کال کې دوحې ته خپل سفیران ټاکلي ول، خو بحرین تر دې وخته پورې د خپل سفارت پرانیستلو پریکړه نه وه کړې.

د متحده عربي اماراتو او قطر ترمنځ د دیپلوماتیکو اړیکو بیا رغول کیدل په یو داسې وخت کې صورت نیولی دی چې ایران او سعودي عربستان له کلونو دښمنۍ وروسته د خپلو اړیکو د بیا عادي کولو پر پریکړې موافقې ته رسیدلي دي.

د دغو دواړو هیوادونو ترمنځ د اخلافاتو له امله په خلیج کې د بې ثباتۍ خطر موجود و او په یمن کې جګړه لا دمخه پیل شوې وه.

آژانسونه: ش.ن/ س.ر