د مطبوعاتو د آزادۍ له پاره قرباني ورکوونکي
خبريالان د خپلې وظيفې له وجې د حکومتونو، مخدره موادو باندونو او يا د مذهبي ډلو له خوا نيول کيږي، شکنجه کيږي او يا وژل کيږي. دویچه ویله د مطبوعاتو د آزادۍ په ورځ د ځينو قربانيانو يادون کوي.
روسيه: نيوکولای اندروش شينکو
دی په سانکت پيترسبورګ کې د نامعلومو کسانو له خوا ووهل شو او د ۲۰۱۷م کال د اپريل پر ۱۹ نيټه د ۷۳ کلنې په عمر د خپلو ټپونو له امله ومړ. نوموړي ژورنالست د بشري حقونو څخه د سرغړونې او جناياتو په هکله ليکنې کولې. په وروستي مستند فلم کې یې ويلي ول چې پوټين د جنايتکارو ډلو او کي جي بي سره د اړيکو له لارې واک ته رسیدلی دی.
مکسيکو: ميرو سلاوا بريچ
ميرو سلاوا بريچ د ۲۰۱۷ م کال د مارچ پر ۲۳ نيټه د يوې هدفي وژنې ښکار شوه. دې خبريالې د فساد او د مکسيکو د مخدره موادو د ډلو د جنايتونو په هلکه ليکنې کولې. د دې قاتلانو په يوه پيغام کې دا د «خاينې» په نوم ياده کړې وه. ميروسلاوا دريمه ژورنالسته ده چې په مارچ مياشت کې په مکسيکو کې ووژل شوه.
عراق: شيفا کردي
خبرياله شيفا کردي د ۲۰۱۷م کال د فرورۍ په ۲۵ نيټه هغه وخت ووژل شوه چې د عراق په شمال کې د جګړې په لومړۍ ليکه کې پرې د ماين چادونه وشوه. دې په خټه ايرانۍ ژورنالستې په اربيل کې د «روداو» د کردي خبري آژانس له پاره کار کوه او د موصل د جګړې په اړه یې رپوټونه ورکول. افراطي ډله «اسلامي دولت» موصل په شا او خوا کې تل ژورنالستان تښتوي، شړي او يا يې وژني.
بنګله ديش: ابيجيت روې
ابيجيت روې د «مکتوـ مونا» يا «آزاد فکره» په نوم بلاګ پرمخ ووړ. ده چې ځان يې «سيکولر هومانست» باله له همدې بلاک سره د تندلارو اسلامپالو غوسه راپارولی وه. ابيجيت روې په امريکا کې ژوند کاو خو کله چې د ۲۰۱۵م کال په فيبرورۍ میاشت کې په يوه نندارتون کې د ګډون له پاره ډهاکه ته ولاړ نو تندلارو په چړو ټوټه ټوټه کړ. په بنګه دیش کې تل بلاګ ليکونکي د افراطيانو له خوا وژل کيږي.
سعودي عربستان: رايف بدوي
سعودی بلوګ ليکونکی رايف بدوي په لسو کلونو بند او زرو درو په سزا محکوم شوی دی. نوموړی د ۲۰۱۲م کال راهيسې اسلام ته د سپکاوي په تور په بند کې دی. په ۲۰۱۵م کال کې په لومړي ځل په عامه محضر کې په درو ووهل شو. د نوموړي د آزادولو په له پاره په نړيوال کچه کمپاين هم وشو.
ازبکستان: سليجان عبدالرحمانوف
سليجان عبدالرحمانوف د ۲۰۰۸ م کال راهيسې بندي دی. نوموړی د بې بنياده شواهدو پر اساس د مخدره موادو د درلودو له کبله محکوم شوی. د بې سرحده خبريالانو ټولنې په حواله حکومت د انتقاد کونکو د خاموشه کولو له پاره دوی په دې تور تورنوي. عبدالرحمانوف د خپلواکو انترنت پاڼو او امريکا غږ له پاره پر نورو سربيره د فساد، بشري حقونو او د اقليم ړنګولو په اړه هلکه ليکنې کولې.
ترکيه: دينس يوسل
آلمانی - ترکی ژورنالست دينس يوسل د ۲۰۱۷م کال له فيبرورۍ راهيسې په ترکيه کې بندي دی. د آلمان د «ويلت» ورځپاڼې پر دې خبريال د ترهګريرۍ له پاره د تبليغ کولو او خلکو د پارونې تور لګول شوی. ترکي چارواکي په دې هلکه هيڅ شواهد نه لري. د آلمان له خوا تر سخت احتجاج وروسته ولسمشر اردوغان اعلان وکړ چې يوسل به هيڅکه آزاد نه کړي. په ترکيه کې دمګړۍ ۱۴۰ تنه ژورنالستان او د رسنيو کارکونکي په زندان کې دي.
چين: ګوو يو
په چين کې حکومت منتقد ژورنالستان، فعالان او بلاګ ليکونکي تر سخت فشار لاندې دي. د آلمان غږ پخوانې خبرياله ګوو يو هم په ۲۰۱۴م کال کې ونيول شوه او په ۲۰۱۵ م کال کې له دولت سره د احتمالي خيانت په تور د ۷ کالو بند په سزا محکوم شوه. د نړيوالو فشارونو له کبله نوموړې وکولای شول له زندانه ووځي خو د هغه وخت راهيسې په کور کې نظر بنده ده.
آذرباېجان: مهمان حيسنوف
نوموړی يوه ټولنیزه ـ سیاسي انترنتي مجلې چلوي چې د فساد او پر بشري حقونو د تیري موضوعات پکښې څيړي. مهمان حسينوف د آذرباېجان يو مشهور ويډيو بلاګ چلونکی هم دی. د نوموړي د «مقسدينو ښکار» په نوم کمپاين لوړ پوړي چارواکي په فساد تور کړي. دی د ۲۰۱۷ م کال په مارچ مياشت کې د دوو کالو د بند په سزا محکوم شو.
مقدونيا: تومسلاو کيزاروفسکي
دی د جنوب ختيځې اروپا يوازينی سیاسي بندي بلل کيده. دی د ډيرو د سترګو اغزی وو ځکه ده د يوه بل ژورنالست د وژنې د قضیې په هلکه څیړنې کولې او د پوليسو د داخلي رپوټونو څخه یې نقل قولونه کړي ول. د ۲۰۱۳م کال په اکتوبر مياشت کې د يوې لانجمنې محاکمې په لومړۍ پريکړه کې د څلور نيمو کالو د بند په سزا محکوم شو. وروسته بيا محکمې دی دوه کاله په کور نظر کړ. اوس ده په دې اړه يو کتاب ليکلی.