د مقدونیا، سکوپیه ښار: د اروپا تر ټولو ککړ ښار ته ښه راغلاست
د مقدونیا پلازمینه سکوپیه په نړۍ کې یو له ککړو ښارونو څخه دی. د مقدونیا حکومتي چارواکو اوس د هوا له خورا ډیرې ککړتیا سره د مبارزې اقدام کړی - داسې هڅې چې یا ډیر لږ او یا هم هیڅ اغیز نه لري.
وژونکې ککړتیا
د رسمي شمیرو له مخې د مقدونیا په پلازمینه کې په کلني ډول تر ۱۳ سوه ډیر انسانان د هوا د ککړتیا له امله تر وخت مخکې خپل ژوند له لاسه ورکوي. د اروپايي ټولنې د ټاکل شوو معیارونو برعکس، په سکوپیه کې د ککړې هوا کچه لس برابره زياته ده.
بیړني اقدامات
د هوا د ککړتیا ستونزه په هر ژمي کې د صنعتي ګلخانه ايي ګازونو، د لرګیو د سون او د زړو موټرو له امله پراخیږي. اوس د هوا له ککړتیا سره د مبارزې له پاره، د مقدونیا چارواکو بیړني اقدامات کړي. د تګ راتګ عامه ترانسپورت د لنډ وخت له پاره د هر چا له پاره وړیا دی. میندواره میرمني او تر۶۰ کلنۍ اوښتي کسان اړ نه دي چې کار وکړي.
په سکوپیه کې بایسکل چلول؟
په سکوپیا کې د عامه ترانسپورت سیستم معیاري نه دی او یوازي بسونه پکې فعالیت کوي. ددغو بسونه ډېر يې د چاپیریال پر معیارونو هم برابر نه دي. په ورته وخت کې بایسکل هم له دې امله ډیر کم کارول کیږي، ځکه په دې ښار کې اساسي بنسټونه نه شته او همدا راز د سړک د ترافیک د فرهنګ د نه شتون له امله بایسکل چلول هم له خطره خالي نه دي. په دې ښار کې تقریقا هره ورځ د بایسکل د ټکر یوه پیښه رامنځ ته کیږي.
د فیشن اوج
ځايي رسنیو رپوټ ورکړی چې په سکوپیه کې ځینې دوکانونه د هوا د ککړتیا ضد د ماسکونو له کمښت سره مخ دي. ځایې غیر دولتي سازمانونو هم خبرداری ورکړی چې د هوا د ککړتیا کچه د کال د اوسط کچې څخه لوړه ده. دوی خبرداری ورکړی او له حکومت او ځايي چارواکو یې غوښتي دي چې په اوږده مهال کې د هوا د کیفیت د ښه کولو له پاره دې د ځینو اقدماتو له پاره سبسایډی ورکړي.
د حل کومه بیړنۍ لار نه لیدل کیږي!
په آلمان کې د هوا د ککړتیا په برخه کې تر ټولو ککړ ښار، شتوت ګارت هغه وخت خبرداری ورکړی وو چې په هر مترمربع کې د هوا د ککړتیا د زرو کچه ۸۰ مایکروګرامه ته رسیدلی وه. په سکوپیه کې د ژمي د مياشتو په اوږدو کې بیا د هوا ککړتیا کچه شاوخوا ۲۰۰ ته رسیدلې او ان تر ټولو لوړې کچې یعنې ۶۰۰ ته هم رسیدلی.
واشنګټن غوښتي چې...
په مقدونیا کې د هوا ککړتیا ډیره شوې، په سکوپیه کې د امریکا سفارت د تویتر له لارې په دې هکله نظرونه غوښتي. د امریکا سفارت لیکلي: «نن په سکوپیه کې هوا ډیره ککړه وه، په مشکل سره سفارت لیدل کیږي! په مقدونیا کې د هوا د پاکوالي له پاره تاسې څه نظر لرئ؟» دا د حیرانتیا وړ نه ده چې په مقدونیا کې د امریکا او یا اروپايي سفارتونه په دې راز عامه کارونو لاس پورې کوي، خوا دا ځل ځواب له مسکوه راغلی...
د مسکو ځواب...
دا چې د امریکا په سفارت کې زموږ ملګري د هوا د ککړتیا له پاره د نظرونو غوښتنه کړې، نو موږ غواړو د حل په برخه کې مرسته وکړو. حل *ترکش ستریم» دی. ترکیش ستریم د روسیې د ګازو نل لیکه ده چې د بشپړیدو په صورت کې به له ترکیې پیل، یونان او بیا د مقدونیا له لارې نورو اروپايي هیوادونو ته ورسیږي. امریکا په سیمه کې د انرژي د لیږد د نورو الترنتیفونو په لټه کې دی.
پاکه هوا او ښکلې منظرې
دا چې سکوپیه په یوه دره کې موقعیت لري او غرونو له درې اړخونو پرې راچاپیر دي، د دې ښار اوسیدونکو ته د هوا له ککړتیا څخه د تیښتې یوازنی لار، په ژمي کې اوچتو سیمو ته پناه وړل دي. د پاکې هوا ترڅنګ خلک کولی شي په دې سیمو کې له خپلو حيواناتو سره د ښکلو منظرو لیدنه هم وکړي.