د نړۍ تر ټولو زړه ښځه د ۱۱۷ کلنۍ په عمر مړه سوه
د زاړه عمر درلودونکي انسانان ډیر دي خو زیاتره یې ۱۰۰ کلنۍ ته هم نه رسیږي.اما مورانو چی د نړۍ تر ټولو زړه ښځه وه په ۱۱۷ کلنۍ کی مړه سوه. اوس تر ټولو زړه ښځه په جامئیکا کی ده.
اما مورانو د د ایټالیا په شمال کی پروت "پالانسا" په کلي کی ژوند کاوه.
امامورانو د ۲۰۱۶م کال د نوومبر پر ۲۹ مه خپله ۱۱۷ مه کالیزه ولمانځله.
د هغې د کالیزی د لمانځلو پر وخت د کیک پر سر ټاکل سوو شمعانو ته ځای نه ؤ نو له همدې کبله یوازی د ۱۱۷ عدد ایښودل سوی وو.
د نړۍ تر ټولو زړې ښځي ډاکټره کارلو باوا، د یکشنبه په ورځ د "دی پی ای" په نامه آلماني خبری آژانس ته وویل چی میرمن مورانو د شنبه په ورځ له دې نړۍ سترگی پټی کړې.
اما مورانو وروستی انسان و چی په ۱۹ پیړۍ کی زیږیدلی وو.
اما مورانو د نوامبر د میاشتی پر ۲۹ نیټه زیږیدلې وه . د هغې نوم د«گنیس» په نامه ریکارډونو کتاب کی چاپ سوی دی.
د اما مورانو تر مړینی وروسته اوس سوزانا موشات جونز د ۱۱۵ عمر په درلودو سره د نړۍ ترټولو زړه ښځه شمیرل کیږي. هغه په اصل کی جامایکایۍ ده چی فعلاً د امریکا متحده ایالاتو په نیویارک کی ژوند کوي.