د نړۍ شل ځواکمني ښځې څوک دي؟
د فوربس معتبر مجله هر کال د نړۍ د سلو بانفوذه او ځواکمنو ښځو نوملړ خپروي. د دې نوملړ په سر کې د شپږم پرله پسې کال له پاره د آلمان صدراعظمه انګلا میرکل راغلې ده. د دې نوملړ له شلو لومړيو کسانو سره اشنا شئ.
انگلا میرکل
د آلمان صدراعظمه د شپږم کال له پاره د دې نوملړ په سر کې ځای لري. دا چې هغې په خپل هیواد کې ډیر شمیر کډوال ومنل او د اروپا مشري یې په لاس کې نیولې دي، د فوربس مجلې په حواله هغه لاملونه دي چې دا یې د نوملړ په سر کې راوستې ده.
هیلري کلنتن
د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیره، د پخواني ولسمشر میرمن او په راتلونکې ولسمشریزو ټاکنو کې د دیموکراتانو احتمالي نومانده د فوربس د نوملړ دویم ځای لري.
جنت یلن
دغه میرمن له ۲۰۱۴ کال راهیسې د امریکا متحده ایالاتو د مرکزي بانک مشري بر غاړه لري. هغه لومړي ښځه ده چې د دې بانک مشري یې پر غاړه اخیستې ده. هغه د فوربس نوملړ په دریم ځای کې ده.
ملیندا گیتس
د مایکروسافت شرکت د مشر میرمن ملیندا ګیتس، د خپل بشري فعالیتونو له کبله په نړۍ کې ډیر شهرت لري. هغه د «بیل او ملیندا ګیتس» سازمان د مشري په توګه فعالیت کوي.
مری بارا
دغه میرمن له ۳۶ کلونو راهیسې د جنرال موتورز شرکت له پاره کار کوي. هغه اوس د دې شرکت اجرائیه وي رییسه ده. هغه توانیدلې ده چې د جنرال موتورز شرکت د فروشاتو کچه لوړه کړي.
کریستین لاگارد
لاګارد د فرانسې په تاریخ کې لومړۍ ښځه وه چې د دارایي وزارت مسوولیت یې پر غاړه واخیست. هغه همداراز لومړۍ ښځه ده چې د پیسو د نړیوال صندوق مسوولیت یې هم پر غاړه اخسیتې ده. هغې د یورو کړکیچ پر مهال مهم نقش ولوبوه. د هغې د کار لومړي دوره پای ته رسیږي خو بیا هم د دې صندوق مشري ته نومانده ده.
شریل سندبرگ
سندبرګ له هارورد پوهنتون څخه فارغه شوې ده او په فیسبوک کې یې د عملیاتو د مشرې په توګه کار پیلولو مخکې د څو کلونو له پاره په کوګل کې کار کړی وو. هغه اوس د نړۍ د بډایه ښځو له ډلې څخه یوه ده چې د پیسو اندازه یې له یو میلیارد ډالرو څخه ډیره ده.
سوزان وویچیتسکی
دا میرمن د ګوګل شرکت اجراییه وي رییسه ده او د ګوګل میرمنې په نوم شهرت لري. د ګوګل شرکت لومړی دفتر په ۱۹۹۸ کال کې د همدې میرمنې د کور په ګراج کې جوړ شوی دی.
مگ ویتمن
ویتمن په ۲۰۱۰ کال کې د کلفورنیا د ګورنرې په توګه نومانده وه خو هغه د دې دندې په ترلاسه کولو و نه توانیده. خو هغه اوس هم ډیر ښه کار لري او د هیولت پاکارد شرکت رییسه ده. د دې شرکت کلنۍ ګټه ۵۲ میلیارده ډالره ده.
آنا پاتریسیا بوتین
هغه د سانتاندر ډلې د مدیره هیت مشره ده. هغې به هارورد پوهنتون کې زده کړې کړي دي. هغې ته څو مجلو د اروپا د تر ټولو موثرې مدیرې لقب ورکړی دی.
جینی رومتی
جیني رومتي د «ای بي ام» شرکت یو ځل بیا ډیر ښه موقعیت ته ورسوه. هغه څلور کاله کیږي چې د دې شرکت مشري پر غاړه لري.
پارک گون هی
پارک ګون هي د سویلي کوریا لومړۍ ښځینه لومړۍ وزیره ده. د هغې هیواد د نړۍ څوارلسم لوی اقتصاد دی. هغه په ۲۰۱۳ کال کې د خپل هیواد مشره شوه.
میشل اوباما
میشل اوباما د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر د میرمنې په توګه له ډیر نفوذ څخه برخمنه ده. هغې د حقوق په رشته کې زده کړې کړي دي او سپینې ماڼۍ ته تر رسیدو وروسته یې ډیر ټولنیز کارونه ترسره کړي دي.
ایندرا نویی
هغه د پیسي کو شرکت اجراییه وي رییس او د مدیره هیت مشره ده. د هغې شرکت په نړۍ کې د څښاک د تولید دویم تر ټولو لوی شرکت دی.
انجلا آرنتس
آرنتس د بربری ډلې د مشرې په توګه په ۲۰۱۳ کال کې شاوخوا ۲۰ میلیونه ډالر معاش ترلاسه کړ. هغه اوس د اپل شرکت د پلورنځایونو مشره شوې ده او د اپل شرکت دویمه صلاحیت لرونکي غړي ګڼل کیږي.
ابیگیل جانسون
ابیګیل جانسون له ۲۰۱۴ کال راهیسې د «فیدلتي» شرکت اجراییه وي رییسه ده. تر هغې مخکې یې پلار د دې شرکت مشري پر غاړه لري. دغه شرکت د پانګونې په برخه کې دویم تر ټولو لوی شرکت دی.
تسای اینگ ون
تساس اینګ په اصل کې د پوهنتون استاده وه خو د تایوان په وروستیو ټاکنو کې د خپلې اصلي رقیب په ماتولو وتوانیده او د دې هیواد ولسمشره شوه.
میشل باشلت
هغه د لاتینې امریکا د یوه مهم اقتصادي هیواد ولسمشره ده. دغه ۶۴ کلنه سیاستواله وتوانیده چې د خپل ولسمشري په لومړیو ۱۰۰ ورځو کې ۵۰ اصلاحاتي موارد پیاده کړي.
فدریکا موگرینی
موګریني لومړی د ایټالیا د بهرنیو چارو وزیرې او بیا د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست د سرپرستې په توګه وښول چې د سیاست په ډګر کې ډیره لوړه توانایي لري. هغې له ایران سره د لویدیځې نړۍ په خبرو اترو کې مهم نقش لره.
سفرا کتز
سفرا کتز شپږ کلنه وه چې له اسرائیل څخه له خپلو والدینو سره یوځای امریکا متحده ایالاتو ته راغله. هغه اوس د اوراکل شرکت مشري پر غاړه لري. د هغې شرکت په نړۍ کې د پروګرامونو جوړولو له لویو شرکتونو څخه یو دی.