د نړۍ مهم خبرونه په متن او انځور کې
د جنوبي آسیا ډيرې برخې سختې زلزلې لړزولي
یوې سختې زلزلې د جنوبي آسیا ډيرې برخې لړزولي دي. دغه زلزلې تر ټولو زیاته مرګ ژوبله د پاکستان په شمال لویدیځ کې رامنځ ته کړې ده. تر دې دمه د رسیدلو رپوټونو په حواله دغلته لږ تر لږه ۹۴ تنه وژل شوي او په سلونو نور ټپيان دي. د افغانستان په شمال تالقان کې د زلزلې پر وخت د ټیل ماټیل له امله ۱۲ زده کونکي وژل شوي.
په ترکیه کې د «اسلامي دولت» ډلې پر ضد عملیاتو کې ۹ انسانان وژل شوي
د ترکېې په کرد میشته ښار دیارباکیر کې پولیسو د افراطي اسلامپالو پر ضد عملیات کړي. د چارواکو په حواله د یوې چاپې پر وخت دوه پولیس او د «اسلامي دولت» ډلې ۷ جنګیالي وژل شوي دي او زیاته شوې چې د ډزو تبادله ښايي لا پسې وغځيږي. په انقره کې تر ځانمرګو بریدونو وروسته د ترکېې امنیتي ځواکونه د دغه ډلې پر ضد سخت چلند کوي.
سلوانیا ته بیا په زرونو مهاجر رسیدلي
د سلوانیا جنوب ته بیا د کروشیا څخه په زرونو مهاجر رسیدلي. په دوبوا کې د یوې مرستندویه ټولنې ویاندې وویل چې دغه کسان د کروشیایي عسکرو له خوا دواړو هیوادونو پر سرحد د سوتلا پر سیند تړل شوي پله ته رسول شوي ول. د بشري حقونو فعالان د مهاجرو وضعه د اندیښنې وړ بللې. د پولیسو په حواله نن، دوشنبه سهار وختي تقریباً ۱۵۰۰ او د یکشنبې په ورځ د ۹۸۰۰ هم زیات مهاجر د کروشیا څخه سلوانیا ته رسیدلي دي.
د پولنډ ناسیونالستي محافظه پال اپوزیسیون پارلماني ټاکني ګټلي دي
د لومړیو شمیرو له مخې د پولنډ ناسیونالستي محافظه پال اپوزیسیون پارلماني ټاکنې ګټلي دي. د حق او عدالت ګوند چې مخکښه کاندیده یې بیاته سزیدلو وه، ۳۷،۷ سلنه رای ترلاسه کړي دي. پر اروپايي ټولنې انتقاد درلودونکي دغه ګوند په دې توګه په پالمان کې اکثریت ترلاسه کړې او خپل حکومت جوړولې شي. د لومړۍ وزیرې ایوا کوپاکز لیبرال محافظه پال ګوند چې اته کاله يې حکومت وکړ ۲۳.۶ سلنه رای ترلاسه کړي.
اروپايي ټولنې د مهاجرو په برخه کې یو۱۷ فقره يي پلان تصویب کړ
اروپايي ټولنې د بالکان پر لار د مهاجرو د ۱۰۰ زرو سرپناو د رامنځ ته کولو پریکړه کړې. د اروپايي کمیسیون مشر ژان کلوډ یونکر په بروکسل کې د یوې ځانګړې غونډې په پاي کې وویل چې په دغه ناسته کې یو ۱۷ فقره يي پلان هم تصویب شو چې له مخې به یې د نورو سربیره د سرحدونو د ساتنې د اروپايي ټولنې اداره «فرونتکس» د یونان، مکدونیا، البانیا او سربستان ترمنځ د پولو ساتنه کوي.
میرکل د نړیوالو بحرانونو د حل په برخه کې د چین نقش ته امیدواره ده
د آلمان صدر اعظمه انګلا میرکل د نړیوالو بحرانونو د حلولو په برخه کې د چین له خوا د قوي نقش د لوبولو په تمه ده. په برلین کې د حکومتي حلقاتو له خوا ویل شوي چې د ایران سره د اتومي توافقنامې په برخه کې د ښۍ همکارۍ په نظر کې نیولو سره به میرکل د چین د خپل سفر پر وخت هڅه وکړي چې دغه هیواد د سوریې د کړکیچ د حلولو له پاره پر روسیه د خپل نفوذ څخه کار واخلي. میرکل د چهار شنبې په ورځ چین ته سفر کوي.