د نړۍ مهم خبرونه په متن او انځور کې
د نړۍ مهم خبرونه په متن او انځور کې
په ميونستر کې د موټري بريد انګيزه لا معلومه نه ده
پوليسو د آلمان په ميونستر ښار کې تر موټري بريد وروسته په نورو عاملينو پسې لټون پای ته رسولی. ويل شوي دي چې داسې شواهد نشته چې له مخې دې يې نور شکمن کسان هم په دغه جرم کې ښکېل وي. د پوليسو يوې وياندې وويل چې انګېرنه دا ده چې عامل يوازې و. پلټونکي تر اوسه لا د بريد په انګېزې پسې ګرځي. داسې ښايي چې هغه سړی چې يو کوچنی بس يې د انسانانو پر يوې ډلې باندې ورځغلولی و، له تروريزم سره هيڅ تړاو هم ونه لري.
د سوريې په دوما ښار کې د کيميايي ګاز د استعمال نښې نخښانې
د سوريې د پوځ له خوا د سوريې د ياغيانو پر وروستۍ سيمې، ختيځې غوطې، باندې د بريدونو پر وخت په لسګونو تنه وژل شوي دي. مرستندويې ټولنې خبر ورکوي چې ښايي کيميايي وسلې هم کارول شوې وي. د سپين خولو د ټولنې په حواله يوې چورلکې د دوما ښار د پاسه په کيميايي موادو ډک يو بيلري بم غورځولی دی. په دغه پېښه کې ښايي لږ تر لږه ۱۵۰ تنه وژل شوي او څه باندې زر تنه ژوبل شوي وي.
د برازيل ولسمشر، لولا، زندان ته حاضر شوی
د اداري فساد په تور محکوم شوی د برازيل ولسمشر، لويس ايناسيو لولا دا سيلويا ځان پوليسو ته تسليم کړی دی. هغه په ساو پاولو کې د صنفي اتحاديې هغه ودانۍ پرې ايښې ده چې پکې پټ شوی و. له دې مخکې يې پلويانو هڅه کړې وه، د دې کار مخه ونيسي. ټاکل شوې ده چې لولا به د برازيل په جنوب د کوريتيبا په ښار کې دولس کاله بند تېر کړي، چې دی اوس دغه ځای ته ورغلی هم دی. دغه ۷۲ کلن سياستوال د بډو په يوه رسوايۍ کې ښکېل دی.
په هنګري کې پارلماني انتخابات جريان لري
په هنګري کې پارلماني انتخابات پيل شوي دي. تقريبا پر ۸ ميليونو رايه ورکوونکو باندې غږ شوی دی چې خپله رايه دې وکاروي. د تازه نظرپوښتنو له مخې د صدراعظم، ويکتور اوربان، ښي اړخی محافظه کار، فيدېس، نومی ګوند ښايي مطلق اکثريت تر لاسه کړي. ورپسې د نظرپوښتنو په حواله د جوبيک په نوم تندلاری ښي اړخی ګوند او بيا کيڼ اړخي سوسياليستان راځي. که دا پايلې عملي شي، ښايي اوربان په دريم وار قدرت ته ورسيږي.
د نيو يارک په ترمپ ټاور کې اورلګېدنې يو تن وژلی
د نيو يارک په ترمپ ټاور کې د اورلګېدنې له امله يو تن وژل شوی دی. د پوليسو په حواله دغه ۶۷ کلن سړی بې هوښه پيدا شوی چې وروسته يې بيا په روغتون کې ساه ورکړې ده. اور د دغه لوړ تعمير په پنځوسم منزل کې لګېدلی و. اور وژونکو لګېدلی اور له لنډ وخت وروسته تر کنترول لاندې راوستی دی. د اطفايې په حواله د اور وژلو په کار کې شپږ تنو ته زخمونه هم اوښتي دي، خو د ژوند خطر ورته نه دی متوجه.
آلمان: د بيا ځلو پناه غوښتنو شمېر لوړ شوی دی
په ۲۰۱۷ کال کې د هغو کډوالو شمېر لوړ شوی دی چې په آلمان کې يې د پناه عريضه کړې ده، خو تر مخه يې د اروپايي ټولنې په نورو هېوادونو کې قبولي هم اخيستې ده. شمېر يې د آلمان د کډوالۍ او مهاجرو د چارو د ادارې په حواله د «وېلت ام زونتاګ» ورځپاڼې ته د جواب په شکل، له تقريبا ۳۰۰۰ پېښو څخه څه باندې ۸۰۰۰ ته لوړ شوی دی. دغسې بيا ځلې پناه غوښتنې د قبولۍ او منل کېدو چانس نه لري.