د نړۍ مهم خبرونه په متن او انځور کې
لاوروف: د سکريپال په اړه رپوټ کې لاسوهنه شوې
روسيې د مسموم شوي پخواني جاسوس، سرګي سکريپال، په قضيه کې د «او پي سي ډبل يو» د کيمياوي وسلو پر نړيوالو کارپوهانو د لاسوهنې سخت انتقادونه کړي دي. د روسيې د بهرنيو چارو وزير، سرګي لاوروف په مسکو کې وويل چې مسکو د سويس د يوه داسې لابرواتوار يو سند تر لاسه کړی چې د اعصابو د استعمال شويو زهرو په هکله تحقيقات کوي. د لاوروف په حواله يې د «بي زېډ» په نوم زهر موندلي دي، چې په روسيې پورې اړه نه لري.
شتاينماير له روسيې سره اړيکو ته اندېښمن دی
د آلمان ولسمشر، فرانک والتر شتاينماير د روسيې او لويديځ تر منځ د «خطرناکې فاصلې د نيولو» له کبله اندېښنه ښودلې او په دواړو لورو باندې يې د ديالوګ او خبرو اترو د تر سره کولو غږ کړی دی. شتاينماير د «بيلد ام زونتاګ» ورځپاڼې ته وويل چې د اوسنيو ترينګلتياو پايلې په بريتانيا کې د مسموم شوي ډبل جاسوس، سرګي سکريپال، له قضيې څخه لا ډېر وړاندې ځي. د هغه په خبره «تقريبا د اعتماد هيڅ بنياد» نور وجود نه لري.
لويديځ د سوريې په هکله د ملګرو ملتونو بل پرېکړه ليک غواړي
په سوريه کې پر هفدونو باندې له مشترک توغنديزو بريدونو وروسته د امريکا متحده آيالاتو، فرانسې او بريتانيې په يوه ديپلوماتيک اقدام لاس پورې کړی دی. دغو درېو هېوادونو د ملګرو ملتونو د امنيت شورا ته د زهرجن ګاز په هکله د اتهاماتو په هکله د يو نوي پرېکړه ليک له پاره مسوده وړاندې کړه. د فرانسې له خوا ليکل شوې مسوده کې د دوما شکمن کيمياوي بريد په هکله د څېړنو لپاره د يو «بې طرفانه مکانيزم» وړانديز شوی دی.
راپور: فولکسواګن د پرزو د اکمالاتي شرکتونو څارنه کړې
دا چې د «پريوېنت ګروپ» په نوم يوه بوسنيايي شرکت د يوې خپلمنځۍ لانجې له کبله د موټر جوړولو شرکت فولکسواګن ته خپل اکمالات درولي ول، نو فولکسواګن ته په ۲۰۱۶ کال کې د سوونو ميليونو يورو په مقدار زيان واوښت. د «بيل ام زونتاګ» ورځپاڼې په حواله د موټرو شرکت په دې پسې خورا د سوال وړ متودونو ته لاس واچاوه. ويل کيږي چې په برلين کې مېشت يوه امنيتي شرکت ته يې ښايي وظيفه ورکړې وي چې ۳۷ «هدفي کسان» دې وڅاري.
کيڼ ګوند په پارلمان کې هراړخيز اصلاحات وغوښتل
د کيڼ ګوند فراکسيون په خپل يوه پنځه صفحه يي کاغذ کې د آلمان د پارلمان د جوړښتونو په برخه کې ژور اصلاحات غوښتي. د فراکسيون اجرائيوي رئيس، يان کورته، دا وړانديز هم کوي چې وړو فراکسيونو ته د زياتو خبرو وخت ورکړل او د بېلابېلو پلاوو ناستې په انترنېټ کې خپرې شي. د آلمان صدراعظمه او وزيران بايد پارلمان ته په دوامداره شکل جواب ووايي چې دغه کار حد اقل يو وارې په هرو درېو مياشتو کې صورت نيسي.
په مونته نېګرو کې نوی ولسمشر ټاکل کيږي
د آدريا سمندر ته پروت په واړه هېواد، مونته نېګرو کې پر ۵۴۰ زرو رايه ورکوونکو غږ شوی دی چې نوی ولسمشر دې وټاکي. مخکښه ښايي پکې د ډېرې مودې او پخوانی حکومتي مشر، ميلو جوکانوويچ، وي. دغه ۵۶ کلن سياستوال تقريبا د ۲۵ کلونو راهيسې د مونته نېګرو تر ټولو اغېزلرونکې سياسي څېره ده. مخالفين ورباندې د مطلق العنانه رفتار، اداري فساد، بډو اخيستلو او له منظمو جرمونو سره د تړاو لرلو تورونه لګوي.
يوه مشهور امريکايي وکيل ځان سوځولی دی
په ټوله نړۍ کې د چاپېرل د تخريب له کبله يوه مشهور امريکايي د مدافع وکيل، ډيويډ باکل، خپل ځان سوځولی دی. لارويانو د دغه ۶۰ کلن سړي مړی د نيو يارک په بروکلين ناحيه د پروسپکت په پارک کې موندلی دی. له هغه څخه د خدای پامانۍ په منظور يو خط پاته دی چې بېلابېلو رسنيو ته يې لېږلی و. په دغه ليک کې باکل انتقاد کړی دی چې «ککړتيا زموږ د ځمکې کُره ويجاړوي، هوا خرابوي، ځمکې او اوبو ته ضرر رسوي.»
په مالي کې يو شين خولی عسکر وژل شوی
د مالي په تيمبوکتو ښار کې د ملګرو ملتونو په يوې اډې باندې د يوې حملې په ترڅ کې يو شين خولی عسکر وژل شوی او دولس نور تنه ټپيان شوي دي. د ملګرو ملتونو د «مينوسما» ماموريت ويلي دي چې اډه يې په لاسي بمونو او د يوه ځانمرګي له خوا د موټر په واسطه تر بريد لاندې راغلې ده. عسکرو او بريدکوونکو يو پر بل باندې ډزې کړې دي. د يوه امنيتي کس په حواله په شين خولو عسکرو باندې دغه راز يو بريد «بې ساری» دی.