د نړۍ مهم خبرونه په متن او انځور کې
دوه ميليونه افغانان خوراکي موادو ته اړ دي
د ملګرو ملتونو د يوه راپور په حواله د سختې وچکالۍ له کبله لږ تر لږه دوه ميليونه افغانان له لوږې سره مخامخ دي. دا چې تېر ژمی يوازې لږ بارانونه او واورې ورېدلي دي، نو دهقانانو په تر ټولو اغېزمن شويو ولايتونو کې د غنمو او نورو بوټو کرنه راکمه کړې يا ځنډولې ده. دغه خبره د ملګرو ملتونو د بېړنيو مرستو دفتر کوي. اوس ۱۱۵ ميليونو امريکايي ډالرو ته اړتيا ده څو خوراکي توکي او د څښاک اوبه برابرې شي.
په ايرلنډ کې اکثريت پر سقط جنين ممنوعيت پای ته رسېدل غواړي
په ايرلنډ کې د ولس پوښتنې د لارې يوه څرګند اکثريت پر سقط جنين د ممنوعيت د لرې کولو طرفداري کړې ده. له ولس پوښتنې وروسته د شوو نظرپوښتنو په حواله ۶۸ سلنې خلکو په اساسي قانون کې د هغې مادې حذفېدل غوښتي دي چې د نه زېږېدلي ماشوم د ژوندي پاته کېدو حق د مور له دغه عين حق سره برابر بولي. د ولس پوښتنې رسمي نتيجه به د ورځې په ترڅ کې اعلان شي. ايرلنډ په دې برخه کې ډېر سخت قانوني مقررات لري.
سعودي عربستان له آلماني شرکتونو سره همکاري بنده کړه
سعودي عربستان د «دېر شپيګل» مجلې د راپور په حواله په نژدې ختيځ کې د آلمان د دريځ له کبله په غوسه دی، په تېره د ايران په وړاندې د موقف له کبله. د دغه هېواد وليعهد، محمد بن سلمان، د دغې مجلې په حواله آلماني شرکتونو ته د حکومتي وظيفو سپارل بند کړي دي. تر ټولو زيات، لوی شرکتونه، لکه زيمنس، باير او بوېرينګر اغېزمن شوي دي چې له کلونو راهيسې د رياض د روغتيا له وزارت سره ډېره جوخته همکاري لري.
ناټو بيا له روسيې سره خبرې پيل کړې
د ناټو سرمنشي، ينس ستولتنبېرګ د راتلونکې بنجشنبې له پاره د ناټو او روسيې د شورا د يوې ناستې د بيا تر سره کېدلو اعلان کړی دی. ستولتنبېرګ وويل چې له کرملين سره ديالوګ او خبرې اترې اړينې دي څو اړيکې سمې او ترينګلتيا راکمه شي. د هغه په خبره بايد د دې تضمين وشي چې وړې پېښې له کنتروله ونه وځي. د ناټو او روسيې شورا د لويديځ د پوځې ټلوالې او مسکو تر منځ د سياسي خبرو تر ټولو مهمه جرګه ګۍ ده.
ترمپ له يوه چينايي شرکت سره لانجه هواره کړه
د متحده آيالاتو ولسمشر، دونالد ترمپ، د خپلو څرګندونو په حواله د ټکنالوژۍ له «زيد تي اي» نومي چينايي شرکت سره توافق ته رسېدلی دی. ترمپ په تويتر کې وليکل چې دغه شرکت خپل کار ته دوام ورکولای شي که د ۱،۳ مليارډه ډالرو په مقدار جريمه پرې کړي او امنيتي ضمانتونو ته هم غاړه کښېږدي. «زيد ټي اي» چې ۷۰ زره کارکونکي لري د امريکا له خوا پر ايران او شمالي کوريا له وضع شوو بنديزونو څخه سرغړونه کړې وه.
انسان تښتونکو ۱۵ تنه کډوال ووژل
په ليبيا کې د انسان تښتونکو له منګولو څخه د تېښتې په هڅه کې لږ تر لږه ۱۵ تنه وژل شوي او ډېر نور کسان ژوبل شوي هم دي. د «بې سرحده ډاکترانو» مرستندويې ټولنې دا هم ويلي دي چې په مجموعي توګه څه باندې سل تنه کډوال د هېواد په شمال لويديځ کې د بني وليد ښار ته څېرمه له يوه پټ زندان څخه تښتېدلي دي. ژوندي پاته شوي کسان په تېره له اريتريا، اتيوپيا او سوماليا څخه راځي.