د هانوور په صنعي نندارتون کې د روبتونو نوي ډولونه
د نړۍ په تر ټولو لوی صنعتي نندارتون کې د ۷۰ هیوادونو ۶۵۰۰ شرکتونو خپلې غرفې پرانيستي دي. په دغه نندارتون کې چې د اپریل میاشتې له ۲۴ څخه تر ۲۸ نیتې پورې به دوام وکړي زیاتره توجه روبتونو ته ده.
د هنوور په نندارتون کې تر ډیره روبتونه تر سترګو کیدل. که څه هم په دې کې لوې او واړه روبتونه موجود ول، خو دا ټول د انسانانو د آسانتيا له پاره جوړ شوي دي.
د Schunk په نوم آلماني کمپنۍ بشپړ روبت نه، بلکې یوازې د هغې لاس جوړوي. د دې کمپنۍ نوې ټکنالوژي په ټوله نړۍ کې مشهوره ده.
د هنوور صنعتي نندارتون د مشر ژوخن کؤکلر په حواله تر دې وروسته به په فابریکو کې د آئې پيد د کارونې له پاره هم له روبتونو څخه کار واخیستل شي.
سمارت واچ
په راتلونکې کې به لاسي ساعتونه دا امکانات ولري چې د دغه ځيرگ ساعت لرونکي ته په مخصوصو ځایونو کې پیغام او خبردارې ورکړي، د بیلګې په توګه کله چې یو کارګر خپلې فابریکې ته داخلیږي نو ورته به خبردارئ ورکوي چې خپل پوټان په پښو کړي.
په دې نندارتون کې د فلوکس واګن کمپنۍ د خپل وخت د مشهور T1 موټر نوی ماډل هم نندارې ته وړاندې کړی وو.
د آلمان او پولنډ مشارکت
دغه الکتروني بس د Ursus په نوم یوې کمپنۍ جوړ کړی دی چې د آلمان او پولنډ هیوادونو د پارتنرشپ یا ګډې همکارۍ نتیجه ده.
د هنوور په نندارتون کې دا وار د امازون نمایندګي هم د پام وړ وه. د کلاوډ په خدماتو کې د معلوماتو د ذخیره کولو په برخه کې هم ډیره پانګونه کیږي. په راتلونکې کې به دغه ټکنالوژي ته ډیر ارزښت ورکړل شي.
مکمل ’انالوگ‘
هر څه هم ډیجیټل کیدای نه شي، د بیلګې په توګه دغه ابزار د کوم کمپیوټر د سرور د خرابیدو او یا هم د روبت د زنګ وهلو په صورت کې د دغه «انالوګ» څټک استعمال یوه بشپړه حل لاره هم کیدلی شي.
دا اویایم ځل دی چې د هنوور صنعتي نندارتون دایریږي. سږکال د دې صنعتي میلې اصلي موضوع په نړیواله کچه د روبتونو اهمیت او په مختلفو برخو کې د هغې استعمال ته ځانګړې شوې وه.
تر ۶۵۰۰ ډیرو شرکتونو ګډون
د آلمان د هنوور ښار په سږنې نندارتون کې د نړۍ د مختلفو هیوادونو تر ۶۵۰۰ ډیرو صنعتي کمپنیو خپل تولیدات نندارې ته وړاندې کړي دي. اټکل کیږي چې د دغه نندارتون د لیدلو له پاره به په هیواد کې دننه او دباندي د راتلونکو مېلمنو شمیر تر ۲۰۰ زرو پورې ورسیږي.
د میرکل له خوا پرانیسته
د آلمان په شمال هنوور ښار کې د نړۍ د دغه تر ټولو لوې صنعتي نندارتون پرانيسته د کوربه هیواد صدراعظمې انګلا میرکل او د پولنډ لومړۍ وزیرې په ګډه وکړ. سږ کال پولنډ د دغه نړیوال صنعتي نندارتون پارتنر هیواد دی.