د هند او چين تر منځ د پوځي نښتو لنډه تاريخچه
له څو وخت راهيسي د چين او هند تر منځ د ګالوان درې په نوم سيمه باندي د دواړو هيوادونو د ملکيت دعوې توندي سوي دي. دواړو ګاونډي هيوادونو په تيرو لسيزو کي يو له بل سره خونړۍ نښتي هم لرلي، چي لنډ معلومات يې دلته لوستلای سئ:
لداخ (۲۰۲۰ کال)
د روان کال له اپريل مياشتي په لداخ سيمه کي د چيني او هندي عسکرو حرکتونه زيات سوي ول. تر هغه وروسته چي هندۍ سيمي ته څېرمه چين د خپلو عسکرو ګزمې زياتي کړې، هند يې سخت مخالفت وکړ، خو په نظامي سطحه خبرو اترو دوام وموند. د جون مياشتي په ۱۵مه نېټه د «لاين آف کنټرول» پر سر د دواړو هيوادونو د عکسرو په نښته کي ۲۰ هندي عسکر ووژل سول او يو شمېر نور ژوبل سول.
دوکلم (۲۰۱۷ کال)
په ۲۰۱۷ کال د چين پوځ کوښښ وکړ چي و دوکلم ته نژدې يو سړک جوړ کړي. پر دوکلم هم چين او هم د بهوټان هيواد د ملکيت دعوا لري. له دې کبله د هند پوځ د دغه سړک د جوړولو په کارونو کي خنډ جوړ کړ چي په ترڅ کي يې د هند او چين تر منځ ۷۲ ورځنی بحران رامنځ ته سو. د دواړو هيوادونو د عسکرو د پرشاتګ وروسته بحران خلاص سو.
اروناچل (۱۹۸۷ کال)
کله چي په ۱۹۸۶م کال هند و ارناچل پردېش ته د هند د ايالت درجه ورکړه، نو يې چين مخالفت وکړ. د چين پوځ تر پولي واوښت او هلته يې د څرخي الوتکو د ناستي له پاره د ځای په جوړولو پېل وکړ. دا له هغه وروسته چي د سامدورانګ چو تر درې واوښتل. هند يې مخالفت وکړ او دواړه پوځونه مخامخ سره ودرېدل.
د ۱۹۷۵ بريد
د ۱۹۶۷م کال تر جګړې وروسته د دواړو هيوادونو عسکر بيا يو له بل سره مخامخ سول. په ۱۹۷۵م کال کي په ارونچال پردېش کي پر هندي عسکرو د چيني عسکرو له خوا وسله وال بريد وسو. د آسام رايفلز هندۍ نظامي ټولۍ په ګزمه بوخته وه چي پکښي ۴ عسکر يې ووژل سول.
د ناتولا او چولا نښتي (۱۹۶۷)
په ۱۹۶۷م کال د چين او هند د پوځونو تر منځ مخامخ کېدنې دوې مياشتي دوام وکړ. په دغه موده کي د چين عسکر د هند تر سيکيم ايالت پوري ورمخته سوي ول. په دې ترڅ کي رامنځ ته سوو وسله والو نښتو کي ۸۸ هندي عسکر ووژل سول او تر ۳۰۰ زيات د چيني پوځ منصوبين له منځه ولاړل.
د ۱۹۶۲ کال جګړه
د چين او هند تر منځ تشنج په ۱۹۶۲م کال په جګړه واوښت. دغې جګړې د اکتوبر له ۲۰ څخه د نوامبر مياشتي تر ۲۱مي نېټي پوري دوام وکړ او پکښي ۱۳۸۳ هندي او ۷۲۲ چيني عسکر ووژل سول.