1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د هند په يوه روغتون کي سپيانو، نوی زيږيدلی ماشوم خوړلی

۱۳۹۸ دی ۲۵, چهارشنبه

په هند کي يوه روغتون ته کوڅه ډبه سپي ننوتلي او يو نوی زېږېدلی ماشوم يې په عمليات خانه کي داړلی او وژلی دی. دغه ماشوم تر پيښي درې ساعته مخکي زېږېدلی وو.

https://p.dw.com/p/3WE5d
Indien Hunde
انځور: picture-alliance/AP Photo/D. Yasin

د هند په شمال فاروق آباد سيمه کي د رامنځته سوي پيښي پلټونکي، ويد پراکاش پندي، د فرانسې خبري آژانس ته د ماشوم د کورنۍ په حواله ويلي دي چي سپي د روغتون د يوې پرانيستي کړکۍ له لاري د شخصي روغتون عمليات خاني ته ننوتلي او هلته يي دغه ماشوم چي يوازي پروت وو، داړلی دی.

پراکاش زياتوي چي د نوي زيږيدلي ماشوم ټول بدن زخمي سوی وو او د عدلي طب پلټني به نور جزيات هم روښانه کړي. دغه روغتون چي د چارواکو په حواله يي د فعاليت اجازه نامه هم نه درلوده، اوس تړل سوی دی. د هغه پر ډيرو کارکوونکو باندي دعوا سوې ده.

د عکاش گنگا روغتون مشر په اول سر کي د ماشوم کورنۍ ته ويلي ول چي هغه مړ پيدا سوی وو. کله چي کورنۍ په عمليات خانه کي د سپي ږغ واوريد نو کنجکاوي يي زياته سوه. وروسته بيا روغتون غوښتل، هغوی ته د په دې اړه د پټه خوله پاتيدو له پاره پيسې ورکړي.

د هند روغتونونو ته د کوڅه ډبو سپيانو د ورتگ په اړه ډير رپوټونه ورکول سوی دی. په تيره بيا په ليرو پرتو سيمو کي  روغتيايي تاسيسات په سخت ناوړه حالت کي دي.

په هند کي څه د پاسه ۳۰ ميليونه کوڅه ډبه سپيان سته چي زياتره يي د ليوني سپي په ناروغۍ اخته دي.