د پيسو له پاره په کار ګمارل شوي ماشومان
د کار نړيوالې ادارې (ILO) د ارقامو له مخې، د نړۍ په سطحه ۱۶۸ ميليونه ماشومان دې ته اړ دي چې په کانونو، کارخانو او د کرهڼې په برخه کې په نهايي سخت، شاقه او ناوړو شرايطو کې کار وکړي.
کلنۍ ياد
ملګري ملتونونه هر کال د جون مياشتې په ۱۲ مه د ماشومانو د کار او مزدورۍ ضد ورځ لمانځي. له دغې خبرې یا شعار څخه مقصد دا دی چې اوس هم د نړۍ په سطحه ۱۶۸ ميليونه ماشومان اړ دي چې په سختو کارونو کې بوخت وي.
هندوستان تامل ناډو
دغه ماشوم د هندوستان په تامل ناډو ایالت په دغې کارخانه کې د روی پاکونو د توليد په کارخانه کې کار کوي. د کار ادارې د اټکل له مخې په هندوستان کې تر ټولو ډير ماشومان یعنې ۷۸ ميليونه ماشومان په همدې ايالت کې په ناجايزو مزدوريو لګول شوي دي.
سخت کار او لږ مزد
سختو کارونو ته د ماشومانو د مخه کيدو يو تر ټولو ستر لامل فقر يا بیوزلي ده. په افغانستان او د سيمې په هيوادونو کې هم د بېوزله کورنيو ماشومان اړ دي چې د خښتو په بټيو کې کار کوي. په هندوستان کې دغه ماشومان (انځور) يوازې د ۸۰ سينتو په بدل کې دغه سخت کار کوي.
افغانستان
په افغانستان کې هم ډير شمير ماشومان اړ دي چې د ښوونځيو ته د تلو پر ځای د خپلې کورنۍ سره سخت کارونو ته اوږه ورکړي. تر دې وړاندې د بشر حقونو نړيوال سازمان له افغان حکومت او نړيوالې ټولنې څخه غوښتي وو چې په افغانستان کې د ماشومانو د کار پر ضد اقدامات وکړي.
په ورځ کې ۳۳ روپۍ کار
د هندوستان حکومت د تازه ارقامو له مخې، د سويلي اسيا په دغه لوی هيواد کې اوس مهال ۱۲ اعشاريه ۶ ميليونه ماشومان شته چې کار کوي. په هند کې د ورځې ۳۳ روپۍ ماشومانو ته د کار په بدل کې ورکول کيږي.
تر ټولو سخت کارونه
د کار نړيوالې ادارې د ۲۰۱۳م کال د رپوټ په حواله، په نړۍ کې د کارګرو ماشومانو ۵۰ سلنه برخه يې په تر ټولو سختو کارونو کې بوخت دي. دا هم ويل شوي چې دغه ماشومان سربيره پر دې چې په سختو کارونو بوخت دي، کارونه ورته پرته له کوم قرارداده چې هغه ځينې نورې ګټې هم ولري، ورکول کيږي.
د خښتو بټۍ
په افغانستان کې يو سخت او شاقه کار چې په هغو کې د ماشومو کارګرانو څخه کار اخيستل کيږي د خښتو بټۍ دي. په دغو بټيو کې کار ډير سخت او مزد ېې ډير کم دی.
بنګله ديش
بنګله ديش هم يو له هغو هيوادونو څخه دی چې ډير کارګر ماشومان لري. د ملګرو ملتونو د يونسف ادارې د معلوماتو له مخې په بنګله ديش کې يوازې نژدې ۵ ميليونه ماشومان د نساجۍ په برخه کې کار کوي چې بيا د هغو د لاس تولید شوي ټوکرونه د نړۍ بډايي هيوادونو ته صادريږي.
په يو لوی ښار کې يوازې
په کمبوډيا کې ښوونځي ته د تلونکو ماشومانو شمير ډير کم دی. په دغه هيواد کې اکثره ماشومان د خپلو والدینو تر څنګ کار کوي. په زرونو ماشومان حتی اړ دي چې د سړکونو په غاړه خپل ژوند تير کړي. د بيلګې په توګه د پلازمينه پنوم کې دغه نجلۍ (انځور).
تر ټولو سخت هيوادونه
که څه هم له ۲۰۰۰م کال راوروسته د نړۍ په سطحه د کارګرو ماشومانو په شمیر کې کموالی رامنځ ته شوی دی خو لا هم په ډيرو هيوادونو کې دغه ستونزه په خپل حال ده. په ځانکړې توګه بنګله دیش، افغانستان، نيپال، کمبوډيا او ميانمار. په دغو هيوادونو کې ماشومان له سختو ستونزو سره مخ دي.