د کابل بانک په کرکيچ کي يوه بله ډله ونيول سوه
۱۳۹۰ تیر ۱۲, یکشنبهتير کال وروسته له هغه چي د کابل بانک په اړه د سلګونه ميليونه ډالرو د تاوان راپورونه خپاره سول، شيرخان فرنود او خليل الله فيروزي له دندو ګوښه او د دغه بانک چاري د مرکزي بانک تر کنټرول لاندي راغلې.
د لوي څارنوالۍ مرستيال رحمت الله نظري وويل چي، دغه کسان يې د شنبې په ورځ شاوخوا دوې بجې د ملي امنيت د موظفينو په مټ نيولي او اوس له دوی سره په توقيف کي دي.
د هغه په وينا ياد کسان وروسته له هغه نيول سوي چي، د کابل بانک په اړه له اداري فساد سره د مبارزې د عالي ادارې راپور څارنوالۍ ته ورسيد.
نظري وويل کيدای سي چي په راتلونکو دوو ورځو کي د کابل بانک په موضوع پوري تړلي څو تنه نور هم ونيول سي. خو په دې اړه يې ډير معلومات ور نه کړل.
« هغه اته کسان چي موږ نيولي درې يې هندوان دي چي په کابل بانک کي يي کار کاوه، څلور يې د کابل بانک کورني کارکونکي او يو يې هم د افغانستان بانک کار کونکی دی».
رپوټونه وايي چي د مرکزي بانک نيول سوي مامور د دغه بانک د مالي خطراتو د څانګي مشر دی.
دا په داسي حال کي ده چي د ملي امنيت موظفينو د تيري اونۍ په پای کي د لوی څارنوالۍ په دستور د کابل بانک دوه ونډه لرونکي شيرخان فرنود او خليل الله فيروزي هم نيولي دي.
له اداري فساد سره د مبارزې د ادارې د راپور پربنسټ کابل بانک د غلطو پولي سياستونو په مخ کي بيولو سره ډوب سو او شاوخوا ۲۰۷ کسانو ترينه پورونه وړي دي.
د مرکزي بانک رئيس عبدالقدير فطرت د شنبې په ورځ وويل چي له کابل بانک څخه۹۱۰ مليونه امريکايي ډالر وړل سوي دي.
اوس حکومت د مرکزي بانک د فراري مشرعبدالقدير فطرت د نيولو په لټه کي دي. د لوی څارنوالۍ مرستيال رحمت الله نظري وايي چي دوی له امريکايي چارواکو او د انټرپول له پوليسو ډاډ تر لاسه کړی، چي د فطرت په نيولو کي به ورسره مرسته کوي.
کابل بانک وروسته له هغه چي د افغانستان بانک تر کنټرول لاندي راغی په دوو برخو وويشل سو، چي لومړۍ هغه يې د نوي کابل بانک په نامه او دوهمه يې د مرکزي بانک تر تصفيي لاندي ده.
د افغانستان بانک ويلي چي تر اوسه د کابل بانک له اخيستل سويو پورونو څخه ۶۲ اعشاريه پينځه مليونه امريکايي ډالره ترلاسه سوي او پاتي په سلګونو مليونه لا هم لا درکه دي.
د کابل بانک له مالي لانجې وروسته د افغانستان اقتصادي نظام د نړيوالو تر فشار لاندی دی، او ځينو بسپنه ورکونکو ادارو خو لا وختي له افغانستان سره خپلي مرستي ځنډولي دي.
ميرويس جلالزی/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل