د کومو هیوادونو خزانې له سرو زرو ډکې دي؟
په تیرو لسو کلونو کې د هغو هیوادونو په نوملړ کې چې مرکزي بانکونه یې تر ټولو ډیر د سرو زرو ځیرمې لري، د بام وړ توپیر نه دی راغلي. دلته هغه لس هیوادونه وپیژنۍ چې مرکزي بانکونه یې له سرو زرو ډک دي.
۱۰- هندوستان
هندیان له سرو زرو سره ډیره لیوالتیا لري. د سرو زرو د نړیوالې شورا په حواله هندوستان ۵۶۰،۳ ټنه د سرو زرو ذخایر لري.
۹- هالند
اروپایي هیواد هالند د سرو زرو ۶۲۱،۵ ټنه ځیرمې لري.
۸- جاپان
له اقتصادي پلوه د نړۍ دریم پیاوړی هیواد جاپان، د سرو زرو ۷۶۵،۲ ټنه ذخایر لري.
۷- سویدزرلند
د اروپایي هیواد سویدزرلند خزانه هم له سرو زرو ډکه ده. دا هیواد ۱۰۴۰ ټنه سره زر لري.
۶- چين
په نړۍ کې د تر ټولو ډیر سره زر درلودونکو هیوادونو په کتار کې چين په شپږم مقام کې ځای لري. دغه هیواد ۱۸۴۲،۶ ټنه سره زر لري.
۵- روسیه
د روسیي دولتي بانک په تیرو شپږو کلونو کې د سرو زرو تر ټولو لوی پيرونکی وو. دغه بانک ۱۹۰۹،۸ ټنه د سرو زرو ذخیره لري.
۴- فرانسه
فرانسه د سرو زرو ۲۴۳۶ ټنه ذخیره لري.
۳- ایټالیا
له ایټالیا سره د سرو زرو ۲۴۵۱،۸ ټنه ذخیره موجوده ده.
۲- آلمان
په اروپایي هیوادونو کې آلمان تر ټولو ډیر سره زر لري. دا هیواد ۳۳۷۱ ټنه سره زر لري.
۱- امریکا متحده ایالات
د تر ټولو ډیر سره زر درلودونکو هیوادونو په نوملړ کې امریکا لومړی مقام لري. د امریکا له مرکزي بانک سره ۸۱۳۳،۵ ټنه سره زر موجود دي.