راپور: د کارگرو دپاره، امريکا تر ټولو خطرناکه ده
۱۳۹۰ خرداد ۲۹, یکشنبهد کار د نړيوالي ورځي په وياړ په خپاره سوې راپور کي راغلي چي، د تېر کال په جريان کي يوازي په کولمبيا کي په دې اړه ۴۹ پېښي ثبت سوي دي. سربېره پر دې په برازيل ، هاندوراس او السلوادور کي هم کارګران د خپلو حقوقو د پوهېدو له کبله خپل ژوند د لاسه ورکوي.
هغه ښځي چي په ګواتيمالا، مکسيکو او هايتي کي د کارګري اتحاديو غړي دي تل د مرګ په وسيله تهديديږي او په نورو ځايونو کي د وهلو ټکولو او شکنجې لاندي راځي او يا هم د کاره څخه برطرفه کيږي. په امريکا کي د کارګري اتحاديو ۷۵ غړي وژل سوي دي.
د آسيا څخه بيا رپوټ ورکول کيږي چي څه دپاسه زرتنه زندان ته اچول سوي دي. د ۲۰۱۰ ميلادي کال په جريان کي په آسيايي هيوادونو کي هم زياتره کسان تهديد او يا وژل سوي دي. ځيني وخت د هغوی د کار شرايط دومره غير انساني وي چي کارګران مجبوره سي، خپل ځانونه ووژني.
د چين څخه د ځان وژني د ډېرو ناوړو پېښو څخه خبر ورکړل سوي دي. او د هند په هيواد کي په خاص ډول د پوشاک د توليد په کارخانو کي زياتره کارګران د سختو وهلو ټکولو سره مخامخ دي.
د کارګري تصديو بين المللي سازمان خبر ورکوي چي د کارګري اتحاديو هغو فعالينو چي په پاکستان کي يې د خپلو حقوقو د ترلاسه کولو دپاره مبارزه کوله ، تښتول سوي او شکنجه سوي دي.
په منځني ختيځ کي بيا د کار د بين المللي مقررراتو څخه سرغړونه کيږي. هغه مهاجر کارګران او خدمتګاران چي په کورونو کي کار کوي ، ډېر ځورول کيږي او يا د هغوي څخه ناوړه استفاده کيږي. دوي کوم قانوني ملاتړ هم نه لري.
په بحرين ،عراق، اردن، کويټ، عمان، قطر سوريه او يمن کي بيا کارګري اتحاديې د دولت تر څارني لاندي دي. په دغه رپوټ کي راغلي چي په ايران ، سعودي عربستان او عربي متحده اماراتو کي خو دداسي کارګري اتحاديو جوړول حتي امکان نه لري.
همدارنګه د کارګري تصديو بين المللي سازمان شکايت لري چي په زياتره اروپايي هيوادونو کي هم د کارګري اتحاديو او حکومتونو تر منځ په اجتماعي سطحه خبري اتري نه تر سره کيږي.
گل غوټۍ پوپل
کتونکی: نجيب الله زيارمل