رسنۍ بايد په اروپايي ټولنه کي نوري هم آزادي سي
۱۴۰۱ شهریور ۲۵, جمعهد اروپايي ټولني دغي کمیساري د »ارزښتونو او شفافیت« له پاره د رسنیو د آزادۍ په هکله د جمعې په ورځ (۲۰۲۲م کال د سپتمبر ۱۶) د یوه اوږده قانون وړاندیز وکړ. که څه هم د يادي ټولني د بشري حقونو په مقرراتو او د ۲۷ غړو هیوادونو په اساسي قانون کي د رسنیو آزادي درج سوې ده، خو ویرا یورووا په دې نظر ده چي ژورنالیستان له گواښونو او زورزیاتي څخه د ساتني له پاره لا زیات ملاتړ ته اړتیا لري.
هغې په بروکسل کي وویل: «موږ له دې لاري غواړو د اروپايي ټولني په غړو هیوادونو کي غیرفعال سیستمونه ویجاړ کړو.»
د بې سرحده خبریالانو سازمان په حواله، د نړۍ د نورو سیمو په پرتله په اروپا کي د رسنیو وضعیت دومره خراب نه دی. خو په ترکيې، سپیني روسیې او روسيې کي ځیني استثناوی موجودي دي. په نورو ځایونو لکه د آسیا، افریقا او د لاتین امریکا په ځینو سیمو کي حالت ډیر خراب دی. تر اروپا بیا ښه حالت په شمالي امریکا، آسترالیا او جنوبي افریقا کي دی.
ولي د آزادو رسنیو له پاره یوه اروپايي قانون ته اړتیا ده؟
د اروپايي ټولني کمېسیون او همدارنگه د بې سرحده خبریالانو سازمان د مشاهداتو له مخي، په تیرو کلونو کي په اروپايي ټولنه کي د خبریالانو په وړاندي زورزیاتی، اذیت او آزار ډیر سوی دی. د مثال په ډول په هنگري، پولنډ او یونان کي حکومتونه په پراخه کچه د رسنیو په مالکیت کي مداخله کوي او یا یې هم د حکومت پلوه رپوټونو خپرولو ته هڅوي.
همدارنګه د بې سرحده خبریالانو د کلني رپوټ په حواله، په آلمان کي د کرونا واکسین سره د مخالفو کسانو او یا هم ښی اړخو ډلو په مظاهرو کي د رسنیو پر کارکوونکو باندي بریدونه ډیر سوي دي. د نوموړي سازمان په حواله آلمان د هغوی په فهرست کي له ښه درجې څخه یو څه خرابي درجې ته راکښته سوی دی. د اروپايي ټولني کمیساره وايي چي دغه ستونزي باید د اروپايي مقرراتو له مخي هواري سي، خو حکومتونه او غړي هیوادونه په دې برخه کي ډیر لږ څه ترلاسه لاندي نیسي.
اروپایی ټولنه غواړي چی په نوي قانون سره کوم تغیرات راسي؟
د اروپايي ټولنی کمیساره یورووا د پراگ له نړیوالي راډیو سره د یوې مرکې په ترڅ کي وویل: »داسي ډیر څه به پکښي درج سي چي د دولتونو به خوښ نه وي، دا ځکه چي د نورو ترڅنگ د دغه قانون هدف دادی چي د امکان ترحده د سیاست او رسنیو ترمنځ لوی واټن رامنځته کړي.«
د هغې په خبره د دغه قانون په اول پاراگراف کي به دا درج سي چي حکومت اجازه نه لري د رسنیو پر محتویاتو باندي خپل اغیز واچوي. دا په دې معنی، کله چي پیسې کارول کیږي، که هغه د اروپايي ټولني له خوا وي او که د حکومتونو او یا هم سیمو له خوا، باید شفافيت پکښي موجود وي او پرته له تبعیض څخه وکارول سي.
په رسنیو کي باید د پرسونل په پریکړو کي شفافیت رامنځته سي. د خصوصي رسنیو مالکیت باید وښودل سي ترڅو د انحصار مخه ونیول سي. د ورځپاڼو، رسنیو، او خبري آژانسونو باثباته تمویلول باید تأمین سي. همدارنگه په دغه قانون کي نوري غوښتني هم سته چي هدف یې تر ټولو دمخه د اروپايي ټولني د داخلي بازار له پاره د اقتصادي مقرراتو عملي کول دي.
د رسنیو په مقرراتو کي نور څه شي تنظیم سوي؟
په تیرو کلونو کي په فرانسه، مالټا، سلواکیا او هالینډ کي د ژورناليستانو تر قتل رسیدو وروسته اوس باید هغوی په عادي ژوندانه او یا انترنیت کي د زورزیاتي، ازار او ذیت څخه په ښه ډول سره وساتل سي. په هغه کي د پولیسو او څارنوالۍ ګډ کار په ښه دول سره تنظیم سي. عامه بې اساسه شکایتونه، چي د رسنیو د خاموشه کولو پخاطر پر لاري اچول کیږي، باید د تحقیقاتو اجازه ور نه کړل سي. او د سامان آلاتو ښه ساتنه يې وسي.
د اروپا اتحادیه باید په منظم ډول سره په خپلو غړو هیوادونو کي د رسنیو د حالت رپوټونه ورکړي او شکایتونه د رقابت د یوه قانون په وسیله په قوت سره تعقیب کړي.
د اروپا د رسنیو قانون د رسنیو پر ازادۍ باندي څه تأثیر کولای سي؟
په اروپا اتحادیه کي د یوې فعالي دیموکراسۍ له پاره ازادي رسنۍ ضروري دي. ځکه نو د بروکس د ازاد پوهنتون د رسنیو عالمي، کاتیا زېکرس په نظر د رسنیو قانون ډیر مهم دی. د دغي پروفیسوري په نظر دغه ډول یو قانون داسي یو امکان رامنځته کوي چي د «ژورنالیستانو پر ضد تعرض او تشدد به مجازات کیږي.»
زېکرس له دویچه ویله سره په خبرو کي ټینګار وکړ چي د رسنیو د مراقبت اداره باید د دولت څخه مستقله وي. په خبره یې د اروپا ټولني د رسنیو نوی قانون پر یوه ښه سمت په حرکت کی دی. هغه وايي: »دا ډیره مهمه ده چي د رسنیو د عمومي خدماتو قانون باید تقویه سي، ځکه چي موږ د خپلو تحقیقاتو له مخي پوهیږو، هغه دولتونه چي قوي عامه خپروني لري، ډير دیموکرات هم دي.»
GP/NZ/DW.Online