روسیه خپلې وروستۍ کیمیاوي وسلې له منځه وړي
۱۳۹۶ مهر ۶, پنجشنبهروسیې د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ خپلې پاتې کیمیاوي وسلې به نابودې کړي. د دغه هیواد ولسمشر ولادیمیر پوتین، په زرهاو ټنه کیمیاوي مواد یاد کړل چې له ټاکل شوې نیټې درې کاله مخکې له منځه وړل کیږي.
پوتین دغه اقدام د خپل هیواد یوه تاریخي حادثه وبلله. د کیمیاوي وسلو د منع سازمان یا OPCW هم دغه کار ډیر مهم بللی دی. د دې سازمان مشر احمد اوزومچي، په خوښۍ سره د روسیې ستاینه وکړه.
پر امریکا متحدو ایالاتو نیوکه
پوتین د دغو کیمیاوي وسلو د له منځه وړلو خبر د اعلان پرمهال پر امریکا متحدو ایالاتو هم نیوکه وکړه هغه وویل چې له خواشینۍ سره امریکا د خپلو کیمیاوي وسلو د له منځه وړلو له پاره ټاکل شوې برنامې پر وخت نه اجرأ کوي.
هغه وویل چې د امریکا د کیمیاوي وسلو د له منځه وړلو برنامې درې واري د مالې ستونزو له کبله شا ته لویدلي دي. پوتین پر واشګټن باندي غږ وکړ چې د روسیې اقدامات خپل سرمشق وګرځوي او خپلې کیمیاوي وسلې له منځه یوسي.
کیمیاوي وسلې وروستي ځل په سوریه کې د بشارلاسد رژیم له خوا د خپلو مخالفینو د ځپلو له پاره وکارولې شوې. د سوریې حکومت تر دې کار وروسته له سختو نړیوالو نیوکو سره مخامخ شو.
د کیمیاوي وسلو د له منځه وړلو پر سر توافق
روسیې او امریکا متحدو ایالاتو موافقه کړې ده چې خپلې پاتې کیمیاوي وسلې چې د سړې جګړې دوران پورې تړلې دي، له منځه یوسي. د کیمیاوي وسلو د منع سازمان په حواله روسیه باید دغه کار تر ۲۰۲۰ کاله او امریکا یې باید تر ۲۰۳۰ کاله پورې وکړي.
د کیمیاوي وسلولو د منع کولو نړیوال کنوانسیون په ۱۹۹۳م کال کې د کیمیاوي وسلو کارونه منع کړه. پریکړه وشوه چې د دې کنوانسیون پریکړې له ۱۹۹۷م کاله عملي شي. د دې پریکړې له مخې د کیمیاوي وسلو لرل، جوړول او نورو هیوادونو ته د هغوی ورکول ممنوع دي.
د کیمیاوي وسلو د منع سازمان د دغه کوانسیون د پریکړو پر عملي کیدو باندې څارنه کوي. دې سازمان په ۲۰۱۳م کال کې د نوبل د سولې جایزه هم ترلاسه کړه.