سوډان کې شدیدې نښتې؛ له ۵۰ ډیر کسان وژل شوي
۱۴۰۲ فروردین ۲۷, یکشنبهپه سوډان کې یوه روغتیايي سازمان په یوه ټویټري پیغام کې ویلي چې په دې هیواد کې د پوځ او نیمه پوځي ځواکونو ترمنځ په جګړه کې لږ تر لږه ۵۶ تنه وژل شوي دي. د دغه سازمان په خبره په وژل شویو کې زیاتره یې ملکیان دي.
د سوډان دغه سازمان همدا راز زیاته کړې چې په وسلوالو نښتو کې له ۶۰۰ ډیر ټپیان روغتونونو ته انتقال شوي چې له دوی څخه یې د لسګونو کسانو روغتیايي وضعیت نازک ښوول شوی دی. دغه روغتیايي سازمان پر دواړو لورو د سمدلاسه اوربند ږغ کړی ترڅو بې ګناه کسان وژغورل او د ټپیانو درملنه وشي.
د جګړې دلیل څه دی؟
د معلوماتو له مخې په سوډان کې دغه پراخه جګړه پرون د شنبې په ورځ پیل شوه چې پکې له سپکو او درنو وسلو کار اخیستل شوی دی. د دې جګړې اصلي دلیل د سوډان د اوسني حاکم جنرال عبدالفتاح البرهان او د هغه د مرستیال محمد حمدان داغلو چې د دې هیواد د چټک غبرګون د ځواکونو مشر دی، د واک په سر جنجال ښوول شوی دی.
د شنبې په ورځ د دغو دواړو پوځي مشرانو ترمنځ اختلافات یوازې د څو ساعتونو په ترڅ کې ډیر زیات پراخ شول چې له کبله یې د سوډان د پوځ او د چټک غبرګ ځواکونو ترمنځ وسلواله جګړه پیل شوه. د سوډان په پلازمینه خرطوم کې د چټک غبرګون ځواکونو پر مرکزونو باندې توپخانه ايي او ان هوايي بریدونه شوي دي. تر اوسه پورې لا روښانه نه ده چې په دغه جګړه کې کوم لوری برلاسی دی.
په سوډان کې د دغې شدیدې وسلوالې جګړې تر پیلیدو وروسته د ملګرو ملتونو امنیت شورا پر ښکیلو اړخونو د جګړې د درولو ږغ کړی او د خبرو له لارې یې د اختلافاتو پر حل باندې ټینګار کړی دی. د یکشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو امنیت شورا همدا راز له دغه هیواد څخه د ملګرو ملتونو د کارمندانو د خوندیتوب او د کارونو په ترسره کولو کې د خوندي چاپیریال غوښتنه وکړه.
د ملګرو ملتونو سربیره امریکا متحده ایالاتو، روسیې، مصر، سعودي عربستان او اروپايي ټولنې په سوډان کې د دې جګړې د سمدلاسه توقف غوښتنه کړې ده. د یکشنبې په ورځ د چین د بهرنیو چارو وزارت هم اندیښنه څرګنده کړې او پر دواړو لورو یې د جګړو د درولو او اوربند ږغ کړی دی.
آژانسونه / خ.ح / ن. ص