د یمن انصارالله ډلي په سره سمندر کې پر دریو کښتیو برید کړی
۱۴۰۲ آذر ۲۵, شنبهد سینټکام په حواله د یمن انصارالله ډلي بې پیلوټه الوتکې د سره سمندر په جنوبي برخه کې د لایبریا بیرغ لرونکې کښتۍ په نښه کړې.
د سینټکام په بیان کې ویل شوي چې بې پیلوټه الوتکې په یمن کې د انصارالله تر کنټرول لاندې سیمو څخه الوتنه کړې او د لایبریا بیرغ لرونکې کارګو کښتۍ یې په نښه کړې. ویل کیږي تر برید وروسته کښتۍ د اور لګېدنې له امله د مرستې غوښتنه کړې.
همداراز ویل شوی چې انصار الله په باب المندب تنګي کې د نړیوالو سمندري سرحدونو پر لور دوه بالسټیک توغندي هم توغولي او یوه بیړۍ یې ویشتلي.
ویل کیږي د حوثي یاغیانو په بریدونو کې د دغو کښتیو عملې ته کوم زیان نه دی رسیدلی.
انصارالله تر دې مخکې ګواښ کړی وو، چې هر ډول کښتۍ چې د اسرائیلو پر لور روانه شي پرې برید کوي.
د ایران اسلامي جمهوریت چې ويل کيږي د یمن د انصارالله ملاتړ کوي، په سیمه کې د غزې د جګړې د لا پراخیدو خبرداری هم ورکوي.