طالبانو د پنجشیر ولایت د نیولو ادعا کړې
۱۴۰۰ شهریور ۱۵, دوشنبهاسوشتید پریس له کابله د عيني شاهدانو له قوله چې د نومونو له ښودلو یې ډډه کړې، ليکي چې تیره شپه د طالبانو په زرونو جنګیاليو د پنجشير اته ولسوالۍ تصرف کړې.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د دوشنبې ورځې په سهار پر خپل ټويټر ولیکل چې د پنجشیر ولایت په بشپړه توګه د دوی لاس ته لویدلی دی.
د طالبانو د ویاند دفتر له خوا په دې اړه یوه خپره شوې اعلاميه کې ويل شوي دي: «د پنجشیر شريف ولس او خلکو ته پوره ډاډ ورکوو چې له هغوی سره به هيڅ ډول توپيري چلند نه کیږي.»
خو په عین و خت کې په پنجشیر کې د «ملي مقاومت جبهې» ويلي دي چې جګړه لا هم د پنجشیر په «ستراتيژيکه» سیمه کې ادامه لري.
بل خوا د فرانسې خبري آژانس له کابله لیکي چې د مقاومت جبهې ويلي دي چې دوی لا هم طالبانو پر ضد جنګیږي. دغې جبهې پر ټويټر ليکلي دي: «موږ ډاډه یو چې د افغانستان خلک به د طالبانو او د هغوی د متحدانو پر ضد مبارزې ته تر هغه وخته چې آزادي او عدالت تامين شوی نه وي، ادامه ورکړي.»
طالبانو تیره میاشت د خپلو چټکو پرمختګونو په ادامې د اګست په پنځلسمه پلازمينه کابل هم ونیوه. خو پنجشیر یوازینی ولایت وو چې تر اوسه د طالبانو د مخالفې ډلې په ولکه کې وو. په وروستيو ورځو کې د مفاهمې او خبرو اترو د ناکامیدو وروسته، طالبانو پر دغه ولایت بریدونه پيل کړل.
په پنجشیر کې د طالبانو ضد جبهې مشري، د پخواني جهادي قوماندان احمدشاه مسعود زوی، احمد مسعود او امرالله صالح مخته وړله. تیره ورځ ناوخته دغې جبهې طالبانو سره په جګړه کې د خپل يو وتلي غړي فهیم دشتی د وژلو خبر ورکړ. په ورته وخت کې داسې رپوټونه هم ورکړل شوی چې احمد مسعود وړانديز کړی وو که چیرته طالبان د پنجشیر پر استقامتونو خپله جګړه ودروي، دوی ورسره خبرو ته چمتو دي.
آ/م.ک.ص./ب.ص.