«طالبان د سيمې له هېوادونو سره د اړيکو په لټه کې دي»
۱۴۰۲ بهمن ۱۰, سهشنبهدې څېړنیز بنسټ خپل دا نوی رپوټ د سه شنبې په ورځ (۲۰۲۴م کال د جنورۍ ۳۰) خپور کړی دی او دې ته پکې کتنه شوې ده چې د افغانستان ګاونډيو هېوادونو لکه چين، پاکستان او ايران، د ۲۰۲۱م کال په اګست میاشت کې د طالبانو له بيا واک ته رسېدو راهيسي له دغه ډلې سره څرنګه اړيکي لرلي دي.
د کړکېچ نړيوالې ډلې د افغانستان ارزوونکي ابراهيم باهيس، استدال کوي: «د افغانستان ګاونډي هېوادونه له دغه ډلې سره د تعامل پرته بل انتخاب نه لري.» نوموړي زياته کړه: «مخ پر زياتيدونکي مسئلې لکه د پولو دواړو غاړو ته وسله وال، ترهګري او د اوبو لانجې پراخ بنسټه سيمه ایزې امنيتي همکارۍ ته اړتيا لري، څو د ماضي د بوږنونکې بې ثباتۍ مخه ونیوله شي.»
باهيس وويل چې پر امنيت سربیره، د سيمې حکومتونه له طالبانو سره د اقتصاد پر بنسټ د ولاړ تعامل په لټه کې دي، داسې ګډې ګټې چې په کرار کرار په کابل کې پر رژيم د دوی نفوذ زيات کړای شي.
هغه وايي چې دا څه کيدای شي د نجونو او ښځو په ګډون له هغو افغانانو له وضعيت سره مرسته وکړي چې ډېر کړيږي.
له دې کبله په بروکسل کې مقر لرونکې دا بنسټ توصيه کوي چې د لوېديځ هېوادونه د امنيتي همکاريو او اقتصادي ادغام له پاره سيمه ایزې همکارۍ ملاتړ کړي او يا لږ تر لږه دا چې مخه یې ونه نيسي.
دمګړۍ لوېديځ د طالبانو حکومت د ښځو او نجونو پر وړاندې د محدوديتونو په دليل منزوي کړی دی: د مثال په توګه نجونو يوازې تر شپږ ټولګې پورې ښوونځي ته د تگ اجازه لري او نه شي کولای پوهنتونو ته ولاړې شي. د ښځو پر کار هم محدوديتونه وضع شوي دي. تر اوسه هیڅ هېواد هم د طالبانو حکومت په رسميت نه دی پيژندلی.
ب. ص/ ن. ز (DPA)