طالبان: له لیکو مو نیږدې ۳۰۰۰ کسان لیرې کړي
۱۴۰۰ دی ۲۶, یکشنبهد تیر میلادي کال د اګست میاشتې په نیمايي کې په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنیدو وروسته طالبانو په خپله وينا د خپلو لیکو د تصفیې پروسه پیل کړې ده. د دغې ډلې په وينا د طالبانو د لیکو د تصفیې کمیسیون ته دنده سپارلې وه څو خپلو په لیکو کې سرغړونکي مشخص او له دندو لیرې کړل شي.
د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت د لیکو د تصفیې کمیسیون لطیف الله حکیمي د فرانسې خبري آژانس ته په دې هکله وویل: «دوی اسلامي امارت بدنامه کوو. دوی د تصفیې په دې پروسه کې لیرې شول څو موږ په راتلونکي کې تصفیه شوي پولیس او سرتیري ولرو.»
د تصفیې د کمیسیون مشر لطیف الله حکیمي، همدا راز وویل چې په لیرې کړل شوو کسانو کې په فساد تورن کسان، مخدره مواد، او د خلکو د خصوصي حریم نقض کوونکي او ان داسې کسان پکې شامل دي چې له داعش ډلې سره اړیکي لري.
په ورته وخت کې په افغانستان کې تر واکمنیدو وروسته طالبانو د عمومي عفوې سربیره، د بشري حقونو مدافع ډلو پر طالبانو د د پخواني حکومت د پوځیانو د هدفي وژنو تور پورې کړی دی.
د طالبانو د دفاع وزارت د تصفیې د کمیسیون مشر لطیف الله حکیمي د لیرې کړل شوو کسانو په هکله وویل چې دوی په ۱۴ ولایتونو کې دي او دا چې دا پروسه به په نورو ولایتونو کې هم ادامه ولري.
په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنیدو وروسته، دې ډلې د ښځو په شمول په یو شمیر برخو کې محدودیتونه وضع کړي. په افغانستان کې اوسمهال میرمنې خپلو دندو ته نه شي تللی او د نجونو پر مخ ښوونځي لا هم تړلي پاتې دي. سربیره پر دې، طالبانو په دې وروستیو کې په افغانستان کې د ښځو پر سفر باندې هم یو لړ محدودیتونه وضع کړل.
آ./ا.خ.ح./ا.ا.