1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

عربي امارات: افغانانو د نامعلوم راتلونکي په اړه لاريون کړی

۱۴۰۱ شهریور ۲, چهارشنبه

کابو يو کال تر مخه متحده عربي اماراتو ته تخليه شويو افغانانو يو ځل بيا د خپل غير مطمئن راتلونکي او د مهاجرت او د بيرته ځای پر ځای کولو د پڅ بهير پر ضد لاريون کړی دی.

https://p.dw.com/p/4Fx25
Ramstein, Deutschland | Lager für Geflüchtete aus Afghanistan auf US Stützpunkt
انځور: Olivier Douliery/AFP/Getty Images

په ابوظبۍ کې دوو افغانانو رويترز خبري آژانس ته ويلي دي چې په سونو افغانانو د دوشنبې او سه شنبې په ورځو د بېلا بېلو شعارونو په ورکولو سره لاريون وکړ. د اټکلونو پر اساس اوس هم په دغه هېواد کې په زرونو افغانان په امريکا متحده ايالاتو او يا نورو هيوادونو کې ځای پر ځای کيدو ته انتظار باسي.

رويټرز خبري آژانس ته په رسېدلو ويډيوګانو کې ښځې، نارينه او ماشومان د ابوظبۍ په کمپ کې چې د «Emirates Humanitarian City» يا اماراتو بشري ښار نومول شوی دی، پر سختې ګرمۍ سربيره هم د مظاهرو په حال کې ليدل کيږي.

يوه هلک له ځانه سره يوه لوحه ليږدوله چې پرې ليکل شوي ول: «يو کال کافي دی»

په ويديو کې ليدل کيږي چې نارينه وو او ماشومانو د «موږ عدالت غواړو» شعارونه ورکول. د رويترز په حواله په ځينو ويديوګانو کې ليدل کيږي چې ماشومانو او نارينه وو په سترګو سپينې پټۍ تړلې وې چې د «آزادۍ» کليمه پرې ليکل شوې وه. ځينو یې خپل مړوندونه تړلي ول څو وښيي چې دغه کمپ لکه ځينو تخليه شويو افغانانو چې وويل يوه زندان ته ورته دی.

بریتانيا: په زرونو افغانان لا هم په موقتی هستوګنځایونو کې اوسیږي

يوه افغان کډوال چې د نوم نه بربنډولو په شرط یې خبرې کولې، وويل: «له کابو يوه کال راهيسې موږ دلته لکه په زندان کې چې يو او دا کمپ هم يوه عصري زندان ته ورته دی. هيڅوک هم د دباندې وتلو اجازه نه لري او چارواکي نه پوهيږي چې موږ به کله په کوم هيواد کې په دايمي توګه ځای پر ځای کړل شو.»

د متحده عربي اماراتو يوه چارواکي ويلي دي چې دوی د افغانانو په ناهيلۍ خبر دي دا چې حکومت یې د امريکا له سفارت سره د دغو افغانانو په متحده ايالاتو او يا نورو ځايونو کې د ځای پر ځای کولو په موخه په تماس کې دی.

نوموړي وويل چې دغه پروسه تر هغه اوږده شوې ده چې ياد هيواد غوښتله.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت يوه وياند وويل چې حکومت یې هڅه کوي چې د معياري څېړنو په اړه تر اطمنان وروسته هغه افغانان وپيژني چې متحده ایالاتو ته د ليږد شرائط پوره کوي او دا «هڅې به هیڅ وقفه ونه لري.»

له افغانستان څخه د تخلیې په ترڅ کې تر ۱۰ زرو ډېر افغانان ابوظبۍ ته ليږدول شوي ول
په متحده عربي اماراتو کي افغان مهاجرانځور: Giuseppe Cacace/AFP/Getty Images

ویاند زياته کړې چې له افغانستان څخه د تخلیې په ترڅ کې تر ۱۰ زرو ډېر افغانان ابوظبۍ ته ليږدول شوي ول او د امريکا حکومت له دغو افغانانو څخه یې د مستحقو د ځای پر ځای کولو په برخه کې همکاري کوي.

په دې کمپ کې د روان میلادي کال په فيبرورۍ مياشت کې هم هغه وخت مظاهرې وشوې چې ګومان شوې وو، د بيرته ځای پر ځای کولو پروسه درېدله ده. دا کار د دې لامل شو چې د امريکا د بهرنیو چارو وزارت يوه لوړپوړي چارواکي اماراتو ته سفر وکړ او هلته په کمپ کې ميشتو ټولو افغانانو ته یې وويل چې تر اګست میاشتې پورې به انتقال شي.

تر دې سفر لږ وروسته دغه پروسه بيرته پېل شوه. د اټکلونو پر اساس دمګړۍ د ابوظبۍ په دې او نورو کمپونو کې ۱۲ زره افغانان پراته دي.

پيچلې قضيې

دوو افغانانو رويترز خبري آژانس ته وويل چې په دې کلکه څارل کيدونکي کمپ کې یې رواني وضعيت د راتلونکي په اړه د بې اطمنانۍ له کبله سخت خراب شوی دی.

اماراتي چارواکي وايي چې په کمپ کې ميشت کسان له هر ډول امکاناتو برخمن دي چې ښه د استوګنې ځایونه، نظافت، روغتيايي خدمات، زده کړې او خواړه پکې شامل دي.

افغان کډوال: د ابوظبۍ په کمپ کې رواني ناروغان شوې یو

خو د «#AfghanEvac» په نوم د داوطلبو يوې ډلې چې د دغو افغانانو غږ د امريکا تر حکومته رسوي، د مظاهرو تر پیلېدو وروسته د تويتر له لارې ويلي دي چې دغه پروسه نه ده درېدلې او د عربي اماراتو په کمپونو کې ميشت افغانان به امريکا او يا کوم بل هېواد ته واستول شي.

امريکايي چارواکي وايي چې له افغانستان څخه د تخليه شويو افغانانو قضیې ډېرې پيچلې دي. زياته شوې ده چې ډېری یې د هويت هیڅ اسناد نه لري او د بيرته ځای پر ځای کولو له پاره بايد له يوې اوږدې پروسې تېر شي. ځيني یې همدا راز له امريکا او يا نورو هېوادونو سره هیڅ اړيکه نه لري څو هلته انتقال کړل شي.

امريکايي ديپلومات ولې په اماراتو کې له بند پاتې افغانانو بښنه وغوښته؟

متحده عربي امارات د خليج د نورو هيوادونو په څېر هيڅ مهاجر نه مني.

امريکايي چارواکو ويلي دي چې هيڅوک به هم په زور افغانستان ته نه استول کيږي خو په دې تیرو څو میاشتو کې يو شمير افغانان تر څو مياشتو انتظار وروسته په خپله خوښه ستانه شوي دي.

د افغان کډوالو د ملاتړ د داوطلبانو ډلې ويلي دي چې د متحده عربي اماراتو په کمپونو کې په پرتو افغانانو کې هغه کسان هم شته چې له امريکايي حکومت، پوځ او يا د ائتلاف د نورو هيوادونو او يا له بهرنیو مرستندويه ټولنو سره یې کار کړی دی.

ب. ص/ ن. ز (Reuters)

زموږ له آرشيف څخه: