لنډ خبرونه له انځورونو سره
د حزب اسلامي ۷۵ غړي له زندانه آزاد شول
افغان ولسمشر محمد اشرف غني، په ګلبدین حکمتیار پورې تړلي ۷۵ زندانیان آزاد کړي. حکمتیار چې اوږده موده يې د افغان حکومت او نړیوالو ځواکونو پر ضد جګړه وکړه، په ۲۰۱۷م کال کې د سولې د یوه تړون په پایله کې کابل ته راغلی. د پلچرخي زندان د رسنیو مسئول شاه میر امیرپور، اسوشیتد پرس خبري آژانس ته ویلي دي چې دغه ۷۵ زندانیان د ولسمشر غني د فرمان له مخې د پنجشنبې په ورځ له زندان څخه آزاد شوي دي.
اروپايي ټولنې له ایران سره د اتومي تړون ملاتړ وکړ
اروپايي ټولنې د امریکا متحدو ایالاتو د ولسمشر دونالد ټرمپ، پر سختو نیوکو سربیره هم له ایران سره د اتومي تړون ملاتړ کړی دی. د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو مسوولې فدریکا موګریني، د پنجشنبې په ورځ یوې غونډې ته چې پکښې د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف، هم حاضر وو، وویل چې دا یو معتبره تړون دی، او نړۍ ته امن راولي.
م.م. د پیسو د کمښت له کبله له ۱۰۰ زره مهاجرو سره مرستې کمې کړي
ملګرو ملتونو د پنجشنبې په ورځ وویل چې په رواندا کي تر۱۰۰ زرو زيات مهاجر د بودیجې د کمښت له کبله د خوراکي موادو د مرستو له کموالي سره مخامخ دي. د خوراکي موادو نړیوال سازمان او د مهاجرو له له پاره د ملګرو ملتونو ادارې ویلي دي چې د پیسو د کمښت له کبله هغوی اړ شوي دي چې په رواندا کې له میشتو مهاجرو سره خپلې د خوراکو موادو مرستې کمې کړي.
ځينو اروپايي هیوادونو د مهاجرت په کړکیچ کې د مرستې غوښتنه کړې
د اروپايي ټولنې د مدیترانې د حوزې غړو هیوادونو له خپلو اروپايي شریکانو څخه غوښتي دي چې د مهاجرو په کړکیچ کې خپلې مرستې ډیرې کړي. د دې هیوادونو د مشرانو او استازو د یوې غونډي په پای کې ټینګار کړی دی چې د انسانانو له قاچاق او مدرنې برده دارۍ سره د مبارزې هڅې باید دوه برابره شي. په دې اړه یوه اعلامیه د ایټالیا، اسپانیا، فرانسې، پرتګال، مالتا، یونان او قبرس هیوادونو لاسلیک کړې ده.
د آلمان کورنی لګښت د دې هیواد تر عوایدو کم وو
د آلمان د ۲۰۱۷م کال بودجه د ښو اقتصادي شرایطو او همداراز د کښته سود له کبله په ښه وضعیت کې ده. د دې هیواد د احصاییې ادارې د پنجشنبې په ورځ په یوه رپوټ کې ویلي دي چې د فدرال، ایالتي، منطقه وي او ټولنیزو بیمو په کچه د آلمان عواید د دې هیواد د مصارفو په پرتله ټول ټال ۳۸،۴ ميليارده لوړ ول. دا د آلمان تر یووالي وروسته، تر ټولو لوړه شمیره ده.
ترکیه: د سوریې د رژیم اقدامات د سولې هڅې زیانمنوي
د ترکیې دولتي سرچینو ویلي دي چې د سوریې په ادلب ښار کې پوځي عملیاتو د ایران، روسیې او ترکیې د سولې هڅې اغیزمنې کړې دي. د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر په انتالیا کې ویلي دي: «د سوریې رژیم اوربند مات کړی، برید کړی او بیګناه کسان یې وژلي دي. که دا وضعیت دوام ومومي نو د دې امکان شته چې د آستانې د سولې خبرې اترې له یوه بن بست سره مخامخ شي.»
په مدیترانه کې ۱۰۰ مهاجر ډوب شوي دي
د مهاجرت نړیوال سازمان ویلي دي چې لږ تر لږه ۱۰۰ مهاجر په یوه پیښه کې په مدیترانه کې ډوب شوي دي. دغه رپوټ چې د ساحلي ساتونکو په حواله په ژنیو کې خپور شوی دی، زیاتوي چې په عین حال کې بیا د ۱۹ ښځو، ۲۴۳ نارینه وو او ۱۳ ماشومانو په ګډون ۲۷۹ تنه نور له درو کښتیو څخه ژغورل شوي دي. د دغو پناه غوښتونکو د ژغورنې عملیاتو ۱۲ ساعته دوام کړی دی.