لنډ خبرونه په متن او انځور کې
لنډ خبرونه په متن او انځور کې
ترمپ د ميرکل د مهاجرو پر سياست نيوکې کړي
د امريکا متحده ايالاتو ټاکل شوي ولسمشر دونالد ترمپ د آلمان د «بلډ» او د برېتانیې د «ټايمز» ورځپاڼو سره په خبرو کې د آلمان د صدراعظمې انګلا ميرکل د مهاجرو پر سياست نيوکې کړي. ترمپ وويل چې «مهاجرو ته ځای ورکول يوه «ستره تيروتنه» وه. دی زياتوي چې دا سياست له اروپايي ټولنې څخه د برېتانيې د وتلو باعث شو. دغه ميلياردر وويل دی باور لري چې له اروپايي ټولنې څخه به نور هيوادونه هم ووځي.
په افغانستان کې ميشت د وزیرستان کډوال بیرته خپلو کورونو ته ستنيږي
د فرانسې د خبري آژانس په حواله د پاکستان د شمالي وزیرستان د هغو کډوالو بیرته خپلو کورونو ته د ستنيدو لړۍ پیل شوې چې د پوځ د عملياتو له وجې افغانستان ته کډه شوي ول. د چارواکو په حواله د ۲۰۰ کورنيو لومړۍ جوپه، شمالي وزیرستان ته رسيدله ده. زياته شوې چې د جنورۍ تر ۲۶ نيټې پورې هره ورځ کابو همدومره کورنۍ بيرته خپلو کورونو ته راستنې شي. دا کډوال د وسله والو پرضد د پوځ عملياتو کډه کيدو ته اړ کړي ول.
د بنګله ديش يوې محکمې ۲۶ تنه د مرګ په سزا محکوم کړي
د بنګله ديش يوې محکمې ۲۶ تنه د تښتونې او اووه قتلونو له کبله د مرګ په سزا محکوم کړي. د څارنوالۍ له خوا ويل شوي چې نورو نهو تنو ته د ۷ او ۱۷ کالو د بند ورکړل شوې ده. ډيري په جزا دا محکوم شوي کسان د پوليسو د ترهګرۍ ضد قطعې غړي دي. محکمې ويلي چې دا ورته ثابته شوې چې دې کسانو په ۲۰۱۴م کال کې د پلازمينې ډهاکه سره نزدې دغه ۲۶ انسانان تښتولي، وژلي او بيا یې د دوی جسدونه سیند ته غورځولي دي.
د قرغیزستان په پلازمينه کې د الوتکې د رالويدو له کبله ۳۷ وژل شوي
د قرغیزستان پلازمينې بشکيک ته نزدې د يوې بار وړونکې الوتکې د رالويدو په پيښه کې لږ تر لږه ۳۷ انسانان وژل شوي دي. د چارواکو په حواله پيښه سهار وختي چې ډير لړه خپره وه، د الوتکې د کښيناستو له پاره د چمتووالي پر وخت رامنځته شوې ده. ويل شوي چې الوتکه د مناس هوايي ډګر ته څيرمه د استوګنې پر یوه ګڼ ميشه سيمه کې لويدلې ده. د پيښې په ځای کې د لويانو ترڅنګ د ماشومانو جسدونه هم موندل شوي دي.
«د سوریې زياتره ياغي ډلې د سولې په خبرو ګډون ته چمتو دي»
د آلمان د خبري آژانس په حواله د سوریې يو شمير ياغي ډلې غواړي په قزاقستان کې د سولې په خبرو اترو کې چې په پلان کې ده په جنورۍ مياشت کې ترسره شي، برخه واخلي. د يوې ياغې ډلې يوه وياند وويل چې د مليشو اکثريت ويلي چې په دغه خبرو اترو کې د ګډون په موخه به د قزاقستان پلازمينې آستانه ته سفر وکړي. ده زياته کړه چې دا پريکړه په انقره کې د ترکيې حکومت د استازو سره تر څو ورځو خبرو اترو وروسته وشوه.
ترکيه: پارلمان د رياستي نظام له پاره د اساسي قانون اصلاحات ومنل
د ترکیې پارلمان د ولسمشر رجب طيب اردوغان له خوا د رياستي نظام د رامنځته کولو په موخه په اساسي قانون کې د اصلاحاتو د غوښتنې په تړاو يو مهم ګام پورته کړې دی. يکشنبه ماښام ناوخته د پارلمان استازو د اساسي قانون نورې دوه مادې هم تصويب کړې. په دې توګه ټولو ۱۸ مادو اړوند درې په پنځمه برخه اکثريت ترلاسه کړ. د اردوغان اسلامي محافظه پال ګوند «ای کې پي» د دې له پاره د ناسيونالسټي ګوند رايو ته اړتيا درلودله.
د ګوانتنامو زندان لس پخواني زندانيان عمان ته رسیدلي
په کيوبا کې د امريکا د پوځي زندان ګوانتنامو لس تنه پخواني زندانيان د عمان سلطنت ته رسيدلي دي. په پلازمينه مسقط کې د بهرنيو چارو وزیر وويل چې په دې توګه دوی د امريکا متحده ايالاتو د حکومت غوښتنې ته ځواب ويلای دی. ده وويل چې دا پخواني زندانيان به په موقتي توګه په عمان کې پاتې شي. عمان ته رسيدلو بنديانو نومونه او په دې اړه نور جزيات نه دي په ډاګه شوي.