له حیواناتو سره د میرکل نه لیدل شوي انځورونه
د آلمان صدراعظمه انګيلا میرکل، له حیواناتو سره خاصه مینه لري. که څه هم هغه یوه سیاستواله ده خو له حیواناتو سره خپله علاقه تل څرګندوي او له دې کاره یې هدف د محبوبیت جلبول، انتخاباتي مبارزه او د رایې تر لاسه کول نه وي.
میرکل له حیواناتو سره خپله علاقه په خپلو بهرنیو او کورنیو سفرونو کې ښيي. دا انځور د نیوزیلاند موتو ټاپو ته د میرکل د سفر پر مهال اخیستل شوی دی.
دا انځور د ۲۰۱۴ کال په نومبر میاشت کې استرالیا ته د سفر پر مهال اخیستل شوی دی.
د آلمان له صدراعظمي سره د یوې آلمانۍ او سپي انځور.
۲۰۰۳م کال، میرکل هانور ښار ته د سفر پر مهال. له هغې سره په دې سفر کې د هغه وخت د نيدرزاکسن ايالت لومړی وزير کریستیان وولف هم مل وو. هغه د دې ښار ژوبڼ ته ورغله.
انګيلا میرکل له پنګ وین سره ځانګړې علاقه لري. په دې انځور کې دا یوه پنګ وین ته د ډوډۍ ورکولو په حال کې ښوول کیږي.
میرکل له ماشومانو سره یوځای د سمندر پیژندني آکوایروم گوري چې په ۲۰۰۸ کال کې په ۶۰ میلیونو ډالرو لګښت جوړ شوی دی.
لیبریا ته د سفر پر مهال میرکل ته یو چرگ ډالۍ شو.
میرکل د هلموت کهل په کابینه کې د چاپیریال وزیره وه. هغې تل د خپلو رسمي سفرونو پر مهال حیوانات هم کتل.
میرکل په خپلو رسمي سفرونو کې له حیواناتو سره انځورونه اخلي او هغوی ته ډوډۍ ورکوي.
میرکل د امریکا متحدو ایالاتو د سفر پر مهال. د هغه وخت د امریکا له ولسمشر جورج دبلیو بوش د هغه له مېرمن او سپي سره.
په ۱۹۹۶م کال کې د الوتنکو باغ ته د ميرکل تگ. هر کال سل زره کسان د دې ځای لیدو ته ورځي.
په ۲۰۱۲م کال کې میرکل په مارلو کې د الوتنکو مرغانو په باغ کې.
دا انځور په ۲۰۱۵م کال کې اخیستل شوی دی.
میرکل په ۲۰۰۳م کال کې د یوه پنګ وین مادرخوانده شوه له همدې کال راهیسې هغه له دغو حیواناتو سره ډیر مینه لري.
سیاستوال کولای شي د بېلگې په توګه د حیواناتو د ملاتړ په برخه کې پیاوړی نقش ولوبوي.