1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ماریوپول ښار په بشپړه توګه روسیي ځواکونو ونیوه

۱۴۰۱ اردیبهشت ۳۱, شنبه

روسیې د جمعې په ورځ د مې په ۲۰مه اعلان وکړ چې د ماریوپول ښار د ازوف ستال فابریکه کې ځای پر ځای شوي وروستي اوکرایني پوځیان دوی ته تسلیم شوي او د ماریوپول ستراتیژیک بندر په بشپړ ډول د دوی په کنټرول کې دی.

https://p.dw.com/p/4Bfac
Ukriane I zerstörtes Stahlwerke in Maruipol
انځور: Olga Maltseva/AFP

د اوکرایني ځواکونو له څو اونیو مقاومت وروسته په ماریوپول بندر کې د ازوف سټال د فولادو کارخانه په بشپړه توګه د روسیې له خوا ونیول شوه.

دغه خبر د روسیې د دفاع وزارت ویاند ایګور کوناشینکوف د جمعې په ورځ (د مې میاشتې پر ۲۰مه) خپور کړی او ویلي یې دي چې ټول اوکرایني ځواکونه تسلیم شوي دي.

د ایګور کوناشینکوف په وینا، د مې له ۱۶مې راهیسې، ۲۴۳۹ اوکرایني جنګیالي په دې سیمه کې د روسيي ځواکونو له خوا نیول شوي دي.

 د ازوف سټال فابریکه د اوکراین په سویل ختیځ کې د ماریوپول د ښار وروستۍ ستراتیژیکه سیمه وه چې لا تر اوسه د روسیې ځواکونو لخوا په بشپړه توګه نه وه نیول شوې.

د روسیې د دفاع وزارت ویاند ویلي چې د دفاع وزیر په خپله د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ته دا خبر ورکړی دی. د هغه په ​​وینا  په دې سیمه کې د روسیې عملیات پای ته رسیدلي دي.

اوکراین تر دې دمه دا خبر په رسمي توګه نه دی تاید کړی.

ازوف سټال فابریکه: د مقاومت وروستی سنګر

روسي ځواکونو د فبرورۍ په ۲۴مه پر اوکراین له یرغل سمدستي د ماریوپول د ښار محاصره پیل کړه. په دغه بندري ښار کې د روسیې ځواکونو لخوا په یوه زیږنتون بمبار وشو چې عکسونو او ویډیو ګانو یې نړۍ ته ټکان ورکړ.

د دغه ښار ملکي وګړو د څو اونیو له پاره په زیر زمینیو کې ژوند کاوه او ان د څښاک اوبو ته یې هم لاس رسی نه درلوده. له دغې سیمې د خلکو د وتلو عملیات څو ځله ناکام شول خو وروسته بیا ډیر شمیر ملکي خلک له دغه ښاره ووتل.

په ماریوپول کې د اوکرایین ځواکونو د مقاومت وروستی ځای د ازوف سټال د فولادو فابریکه وه، چې د اوکراین ځواکونو د ځمکې لاندې ځای پر ځای شوې وه او له هغې ځایه یې له ښار څخه دفاع کوله.روسیې د جمعې په ورځ د مې په ۲۰مه اعلان وکړ چې د ماریوپول ښار د ازوف ستال فابریکه کې ځای پر ځای شوي وروستي اوکرایني پوځیان دوی ته تسلیم شوي او د ماریوپول ستراتیژیک بندر په بشپړ ډول د دوی په کنټرول کې دی.

د روسیې د دفاع وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې د ۵۳۱ اوکرایني ځواکونو وروستۍ ډله د جمعې په ورځ د روسي ځواکونو له خوا ونیول شوه.

زیلنسکي اوکراینیان یوې اوږدې جګړې ته اماده کوي

د ماریوپول صنعتي سیمه د اپریل له ۲۱ راهیسې د روسي ځواکونو تر محاصرې لاندې وه. په ازوف سټال کې د روسیې له اعلان څو ساعته مخکې اوکرایني ځواکونو اعلان وکړ د پوځ قوماندان ورته د ځان ژغورلو له پاره له مقاومت څخه د وتلو امر کړی دی.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلنیسکي د جمعې په ماښام په یوه ټلویزیوني مرکه کې مخکې له دې چې روسیه د ماریوپول سقوط اعلان کړي، له ازوف سټال څخه د اوکراین د وتلو پړه یې پر لویدیځو هیوادونو واچوله او ویې ویل چې په ​​وار وار یې له دغو هیوادو د مناسبو وسلو غوښتنه کړې وه تر څو د اوکراین پوځ وکولای شي له ماریوپول دفاع وکړي او هغه کسان چې په فابریکه کې محاصره وو آزاد کړي.