م.م بیا هم د طالبانو د حکومت او میانمار د استازو منل وځنډول
۱۴۰۱ آذر ۲۴, پنجشنبهد ملگرو ملتو عمومي اسامبلې د چهار شنبې په ورځ خبر ورکړ چي په افغانستان کي د طالبانو او په میانمار کي د خونتا نظامي رهبرۍ د استازو منل د دوهم وار له پاره وځنډیدل.
نوموړې کمېټه به په خپله ۷۷مه غونډه کي چي د ۲۰۲۳م کال د سپتمبر مياشتي په نیمايي کي پای ته رسیږي، له سره پر دې موضوع بحث وکړي.
نظر: چیري دي په افغانستان کي د بشر حقونه؟
په دې پریکړي سره به بیا هم ملگري ملتونه دغه دواړه حکومتونه په رسمیت و نه پیژني. له دیپلوماتیکو کړیو څخه ویل کیږي چي د دغه کار په ځنډولو سره به په ملگرو ملتونو کي د دواړو هیوادونو برحاله استازي خپلو دندو ته ادامه ورکړي.
د طالبانو حکومت او په میانمار کي د خونتا نظامي رهبرۍ، یو وار بیا په ملگرو ملتونو کي د خپلو هیوادونو له پاره په رقابتي ډول د چوکیو د ترلاسه کولو ادعاوي کړي دي.
په ملگرو ملتونو کي د ۱۹۳ هیوادونو په ډله کي د دغو دواړو حکومتونو شاملول به په نړیواله توگه د هغوی د په رسمیت پیژندلو له پاره د گام پورته کولو په معنی وي.
همدارنگه په ملگرو ملتونو کي د بحراني هیواد لیبیا د استازي منل هم وځنډول سول. د ملگرو ملتو په نهه کسیزه پلاوي کي روسیه، چین او امریکا متحده ایالات شامل دي.
GP/NZ/AG