میرکل: افغانستان د مرستو دوام ته اړتیا لري
۱۳۹۳ بهمن ۱۸, شنبهد مونشن امنيتي کانفرانس له تيرو ۵۱ کلو راهيسي هر کال په فبروري مياشت کې په مونشن ښار کي دايريږي. سږنی کانفرانس په داسي حال کي پېل سو چي د نړۍ له ډيرو لويو کړکیچونو سره مخامخ ده. په عراق او سوريې کي د «اسلامي دولت» د وسله والې ډلې پوځي پرمختګونه، د اوکراين د ختيځ کړکیچ او په همدې توګه د کډوالو او پناه غوښتونکو مخ په زياتېدونکی شمېرې د دغو بحرانو بېلګي دي. له همدې کبله د مونشن سږنی کانفرانس ډېر مهم بلل کيږي.
له تيرو څلورو کلونو راهيسي د لومړي ځل له پاره د آلمان صدراعظمې انګېلا مېرکل هم په دغه کانفرانس کي ګډون وکړ. دا د هغه څخه يوه ورځ وروسته چي هغې د فرانسې د ولسمشر فرانسوا اولاند، سره يو ځای په کرملن کي د روسيې له ولسمشر ولاديمير پوتين سره تر څلورو ساعتو څخه زيات وخت تر تړلو دروازو شاته خبري وکړې.
مېرکل او اولاند له پوتين سره د اوکراين د کړکیچ موضوع مطرح کړه او د سولي پر نوي ممکنه پلان يې ورسره د نظر تبادله وکړه. مېرکل او اولاند پر همدغه موضوع د پنجشنبې په ورځ د اوکراين په پلازمېنه کيف کي د ولسمشر پېترو پوروشېنکو سره هم خبري کړې وې.
د مونشن امنيتي کانفرانس ته د مېرکل د وينا مرکزي موضوع د اوکراين په ختيځ کي د ماسکو پلوه بېلتون غوښتونکو او اوکراييني پوځ تر منځ جګړه وه. مېرکل پر روسيې سخت انتقاد وکړ چي د مارچ په مياشت کي يې د اوکراين د کريميا سيمه له ځان سره يوځای کړه او د هغه راهيسي د اوکراين په ختيځ کي د هغې په وينا د بېلتون غوښتونکو سره مرستي کوي. مېرکل د لانجې د هوارۍ له پاره د روسيې څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه: «په موږ کي هيڅوک په اروپا کي د نوي نفاق او د کنټرول څخه د وتلي گواښوونکې وضعې سره لېوالتيا نه لري. موږ غواړو چي د روسيې سره په ګډه په اروپا کي امنيت تامين کړو، نه د روسيې پر ضد.»
مېرکل وويل چي له روسيې سره د لویدیځ پخوانيو همکاريو ته په کتلو سره ويل کیدای سي چي په ګډه سره ټول بحرانونه حلیدای سي: «له ايران سره د هغه د اټومي پروګرام پر تړاو د پنځه جمع يو ډلې خبري اتري او د سوريې د کيمياوي وسلو له منځه وړنه د دې ثبوت دی، چی د ټولو بحرانونو باوجوده له روسيې سره پر مهمو موضوعاتو همکاري ممکنه ده.»
«په افغانستان کې د باید د لاس ته راوړنه ساتنه وسي»
مېرکل په خپله وينا کي افغانستان ته هم ځای ورکړی وو. هغې وويل چي دا ډېره ضروري خبره ده چي په افغانستان کي د تيرو کلونو د لاسته راوړنو د ساتلو له پاره هلي ځلي وسي. د هغې په وينا دغو لاس ته راوړنو ته بايد پراختيا هم ورکړل سي.
مېرکل وويل چي افغانستان تر ۲۰۱۶م مېلادي کال وروسته هم په امنيتي ډګر او مالي ډګر کي د نړیوالو مرستو او ملاتړ ته اړتیا لري. هغې زیاته کړه چي تر ۲۰۱۶م مېلادي کال وروسته د اړينو مرستو او پروګرامونو په تړاو بايد په راتلونکې نژدې وخت کي د مرسته کوونکو او افغانستان له خوا يو چوکاټ جوړ سي.
په افغانستان کي اوس څه نا څه ۱۲۰۰۰ بهرني سرتیري میشت دي چي ډیر شمیر یې امريکايان دي. دغه پوځیان د قاطع ملاتړ په نوم ماموريت په چوکاټ کي افغان امنيتي ځواکونو ته روزنه او مشورې ورکوي. امريکا متحده ايالات غواړي چي د روان مېلادي کال تر نيمايي پوري له افغانستان څخه خپل نيمايي برخه پوځیان وباسي او د ۲۰۱۶م کال تر پای پورې په بشپړه توګه له افغانستان څخه ووځي.