نامتو فوټبالران له کومو حيواناتو سره شباهت لري؟
د فوټبال کوم ستوری دومره اوږدې پښتې لري لکه زرافه او کوم يو ئې داسي سرعت لري لکه چيتا؟ د لږ طنز او شوخۍ په لرلو سره سړی کولای سي ځيني نامتو ستوري له حيواناتو سره پرتله کړي.
گرت بیل
د ولز لوبډلي فارورد په نړۍ کي تر ټولو گړندی فوټبالر پيژندل سوی دئ. ويل کيږي چي په هغه ساعت کي ۳۶،۹ کيلومتره گړندی ځغاستلای سي چي دا تقريباً د يوې ځواني چيتا سرعت دی.
روبرت ليواندوفسکي
د پولند دغه ستوری د آلمان د بايرن مونشن لوبډلي غوره گول وهوونکی دی. ليواندوفسکي احساسات له استراليايي سپی کلپي سره پرتله سوي چي ډېر ځيرک دی.
زلاتان ابراهیموویچ
ابراهيموويچ د سيالي لوبډلي په ايريا کي په مسخره بارۍ شهرت لري او تخصص ئې گول وهل دي.
وین رونی
وين روني د انگلستان د منچستر يونايتد له پاره ډېر اغېزمن دی. يوازي یو داسي حيوان سته چي څېره ئې روني ته نژدې ده، هغه بولداگ سپی دی.
کاستل پانتیلیمون
پانتيليمون ۲ ميتره ۳ سانتۍ قد لري هغه د ۲۰۱۶م کال د اروپا فوټبال سیاليو يو له ډېر لوړ قد لرونکو څخه دی.
توماس مولر
د آلمان د بايرن مونشن لوبغاړی توماس مولر اوس په نړۍ کي ډېر شهرت لري. هغه ډېر خطرناکه گول وهوونکی دی د هغه خوله يو ډول بيزو ته پاتيږي.
مسعود اوزیل
د آلمان د ملی لوبډلي او د انگلستان د آرسنال لوبډلي لوبغاړی ډېر ښه پوهيږي چي له توپ سره څه ډول مخ ته ولاړ سي. د بازۍ په جريان کي کله داسي هم پيښيږي چي تاسي هغه پیدا کولای نه سئ چي چيري دئ. خو په ټاکوونکي شېبه کي هغه پيدا کيږي.
پل پوگبا
د فرانسې دغه لوبغاړی په اوږدو لاسونو او پوښو شهرت لري.
ماتیو والبوئنا
والبوئنا يو متر او ۶۳ سانتۍ دئ. هغه د گول وهلو استاد دی او له هري لاري چي کیږي د سيالي لوبډلي نيمايي ته ننوځي.
کریستیانو رونالدو
د پنالتۍ د وهلو پر مهال رونالدو تل درې گامه شاته ځي. هر وخت چي د هغه پښتې ته توپ ورسي ټول د يوه ناببره حرکت تمه لري. د توپ شوټولو پرمهال د هغه د سرورېښتان تار تار کيږي.
رناتو سانچز
دغه ۱۸ کلن پرتگالی لوبغاړی د ۲۰۱۶م کال د اروپايي جام سياليو تر ټولو ځوان لوبغاړی دئ. هغه به تر اروپايي سیالیو وروسته د آلمان د بايرين مونشن په لوبډله کي ولوبيږي.
گابور کرالی
د هنگري گول ساتونکی لکه یو زوړ کيشپ له ډېر وخت راهيسي په گول کي ولاړ دئ. هغه اوس ۴۰ کلن دی خو بيا هم د خپل هيواد د ملي لوبډلي گول ساتونکی دئ.