هندوستان مسلمانو مهاجرو ته نور تابعیت نه ورکوي
۱۳۹۸ آذر ۲۴, یکشنبهدغه خبره د هيومن راېتس واچ يا بشري حقونو د څار ټولني د جنوبي اسیا د بخش مشرې، میناکشي گانگولي پرون، چهارشنبه «د ډسمبر میاشتي پر ۱۱ مه نیټه) وکړې.
په پارلمان کي د هندوستان د هندو ناسيونالستي ولسي گوند (بی جې پي پارټي) په اکثریت سره تصویب سوي د تابعیت د نوی قانون پر اساس د پاکستان، افغانستان او بنگله دیش څخه راغلو مهاجرو ته تر دې وروسته تابعیت نه ورکول کیږي، خو د همدغو هیوادونو څخه راغلو هندواڼو، عیسویانو، بودایانو، سکانو او زردشتیانو ته بیا ورکول کیږي.
د هيومن رایتس واچ په حواله د کورنیو چارو وزیر امیت شاه، د دغو هیوادونو څخه راغلي مسلمان غیر قانوني مهاجر«گډووډي جوړونکي» بللي دي. هغه په پارلمان کي وویل چي «د مهاجرينو او سبوتاژگرانو تر منځ یو اساسي تفاوت موجود دی. او اوسنی د تابعیت قانون د مهاجرينو له پاره دی، نه د سبوتاژ گرانو يا گډووډي جوړونکو له پاره.«
خو هيومن رایتس واچ دا یو«پوچ او بې معنی» دلیل بولي او وايي چي د تابعیت نوی قانون په حقیقت کي د تعقیب سوو اقلیت مسلمانانو پر ضد دی، لکه د برما د روهنگیا مسلمانانو او یا د پاکستان د احمدیه فرقې د اقلیت مسلمانو پرضد، کومو چي هندوستان ته یې پناه راوړې ده.