هند: د ودانۍ نړېدو په پېښه کې درنه مرگ ژوبله اوښتې
۱۳۹۹ شهریور ۳۱, دوشنبهچارواکو د دوشنبې په ورځ (د سپتمبر میاشتې په ۲۱ نیټه) وويل چې په دې پېښه کې لږ تر لږه ۱۰ کسان وژل شوي دي. زياته شوې چې بمبۍ ته څیرمه د پرتې دغه ودانۍ تر خرابو لاندې ښايي ۲۵ کسان لا بند پاتې وي.
د تهان سيمې د بهيواندي ښار کميشنر پنکچ اشيا وويل چې ودانۍ ۳۰ کاله زړه وه او ترميم ته یې اړتيا درلودله چې د کرونا ويروس د بندیزونو له کبله یې کارونه پرمخ نه وو تللي.
د يوه سيمه ایز چارواکي په حواله د بيړنيو مرستو ۴۰ کارکوونکي ساحې ته رسيدلي دي چې طبيعي پېښو ته د غبرگون د ملي ادارې (ان ډي آر اف) ديرش کسیزه ژغورونکې ډله هم پکې شامله ده.
د دغه ادارې مشر ساتيا ناراین پرادهان د تويتر له لارې ويلي چې د ژغورنې ډلې یې په ځانگړو وسايلو مجهزې دي او د «۲۰ تر ۲۵ بندو پاتو» کسانو د موندنې له پاره مسلکي سپي هم ليږدول شوي دي.
د هند لومړي وزير نريندر مودي هم د تويتر له لارې د اغیزمنو سره خواخوږي څرگنده کړې ده. هغه ليکلي: «د ټپيانو د ژر تر ژره رغيدو دعا کوم. د ژغورنې عمليات روان دي او اغیزمنو کسانو ته هر ډول اړينې مرستې رسول کيږي.»
اړونده موضوع:په ممبي کې د یوې ودانۍ د نړیدو له کبله ډیر کسان لادرکه دي
په هند کې د جون او سبتمبر میاشت ترمنځ د مون سون يا موسمي بارانونو په وخت کې د ودانيو د نړيدو پېښې ډېرې عامې دي. د سختو اورښتونو پر وخت د يو شمير زړو او ناقصو جوړو شويو ودانيو تهدابونه ډېر کمزوري کيږي. په تېره ميلادي مياشت کې هم د مهاد په صنعتي ښارگوټي کې د يوې ودانۍ د نړيدو په پېښه کې ۱۶۵ تنه مړه شوي ول.
زموږ له آرشيف څخه: