هند: پريانکا گاندي په سياست کې قدم کښيښود
پريانکا گاندي واډرا د هند له يوې داسې سياسي کورنۍ څخه ده چې درې غړي یې د هيواد لومړي وزيران تېر شوي دي. نوموړې اوس د هېواد په سياست کې د برخه اخيستو اعلان کړی دی.
جواهر لال نهرو
د هند د لویې وچې د آزادۍ د تحريک په سترو مشرانو کې شامل جواهر لال نهرو د پريانکا گاندي مشر نيکه يعني د انا پلار وو. نوموړی د هند تر آزاديدو وروسته صدراعظم شو او د ۱۹۶۴م کال د مي تر ۲۷ نيټې يعني تر خپل مرگه پورې لومړی وزير وو. اندرا گاندي د هغه لور وه چې وروسته لومړۍ وزيره شوه.
اندرا گاندي
د پريانکا گاندي انا اندرا گاندي د خپل هېواد دريمه صداراعظمه وه. هغې په دوو بيلو بيلو دورو کې ۱۵ کاله د هند مشري وکړه. نوموړې د ۱۹۸۴م کال د اکتوبر پر ۳۱ نيټه ووژل شول. د هغې زوی راجيو گاندي بيا وورسته د صدراعظم پر څوکۍ کښېناست. پريانکا د راجيو گاندي لور ده چې په څيره کې خپلې انا اندرا گاندي ته ډېره ورته ده.
راجيو گاندي
د هند شپږم صدراعظم راجيو گاندي د پريانکا گاندي واډرا پلار وو. نوموړی د ۱۹۸۴ م کال څخه د ۱۹۸۹م کال د دسمبر تر دويمې نيټې پورې د هېواد لومړی وزير وو. دی په ۱۹۹۱ م کال کې د يوې غونډې پر وخت د سريلانکا د بيلتون غوښتونکي ډلې «تامل پړانگان» د يوې ځانمرگي بريدگري په بريد کې ووژل شو. د نوموړي د وژلو وجه هغه تړون وو چې په ۱۹۸۷م کال کې د هند او سريلانکا ترمنځ لاسليک شوی وو او «تامل پړانگان» پرې ناخوښ ول.
سونيا گاندي
د پريانکا گاندي واډرا، مور سونيا گاندي هم سياست کړی دی. هغې ۱۹ کاله د گانگرس گوند مشري کړې. په خټه اېتالوۍ سونيا گاندي د هند د پارلمان په استازو مجلس (لوک سبها) کې يو وخت د اپوزيسيون مشره هم وه.
راهول گاندي
د هند د کانگرس گوند برحاله مشر راهول گاندي دی. دی د پريانکا گاندي واډرا، مشر ورور دی. نوموړي د ۲۰۱۷م کال د دسمبر پر ۱۶ نيټه د هند کانگرس گوند مشري پر غاړه واخيسته. راهول گاندي د هند د استازو مجلس غړی هم دی.
پريانکا گاندي واډرا
د راجيو گاندي لور پريانکا د ۱۹۷۲م کال د جنورۍ پر۱۲ نيټه زيږيدلې ده. هغه واده ده او دوه اولادونه لري. دا چې اوس ۴۷ کلنه ده، په عملي سياست کې يې د برخه اخيستو اعلان وکړ. پريانکا به د ۲۰۱۹ م کال له فيبرورۍ میاشتې څخه د کانگرس گوند په عملي سياست کې په برخه اخیستو پېل وکړي.
په ټاکنیزو کمپاينونو کې گډون
د بيلا بيلو پارلماني انتخاباتو پر وخت پريانکا گاندي د خپلې مور او ورور په ټاکنیزو مبارزو کې په منظم ډول برخه اخیستله. خلکو خپلې انا (اندرا گاندي) ته د ورته والي له کبله تل د هغې تود هرکلی کاوه. له تېرو څو کالونو راهيسې انتظار کيدی چې ښايي هغه عملي سياست ته د داخليدو پريکړه وکړي او بالآخره همداسې وکړل.
عملي سياست
پريانکا گاندي د جنورۍ پر ۲۳ د کانگرس گوند له دريځه په عملي سياست کې د داخليدو اعلان وکړ. دې گوند نوموړې ته له څو کالونو راهيسې وار په وار دا وړاندیز کړی وو. نوموړې د روان کال د مي مياشتې په عمومي ټاکنو کې ښايي گډون وکړي.
د کانگرس گوند عمومي منشۍ
د هند د کانگرس گوند د مطبوعاتي اعلامی په حواله پريانکا گاندي به د گوند له دوو مرستيالانو څخه يوه وي. د نوموړې ورور راهول گاندي چې د گوند مشر دی، دا پريکړه کړې ده. نوموړې به په راتلونکو څو ورځو کې خپله دغه دنده پېل کړي.
د بهارتيه جنتا گوند له خوا نيوکې
د هند د لومړي وزير نريندر مودي ملتپال گوند بهارتيه جنتا گوند، د کانگرس گوند د مرستيالې مشرې په توگه د پريانکا پر مقرريدو نيوکه کړې او دا ېې د يوې کورنۍ د سیاست دوام بللی دی.