هند کې د مذهبي تاوریخوالي یوه بله پيښه
۱۳۹۸ مرداد ۸, سهشنبهچارواکي وایي هلک په ډیر خراب وضعیت کې د بنارس کاشي کبیر روغتون ته لیږدول شوی دی. دا پيښه د جمعې ورځې په سهار د هندوستان د اتر پردیش ایالت په چندولي سیمه کې رامنځته شوې ده.
نوموړي تنکي ځوان په روغتون کې له یوه خبري آژانس سره په خبرو کې وویل چې څلور هندو هلکانو هغه محاصره کړ او ترې غوښتنه یي وکړه چې د «جی شري رام» شعار ورکړي. کله چې دې انکار وکړ ډير سخت یي وهلی او ډبلولی او ورته یي ویلي چې خپل دين (اسلام) ته ښکنځل وکړي.
د زیانمن شوي هلک په خبره د هغه په پرله پسې انکار کولو سره دغو هندو ځوانانو پرې د خاورو تیل وپاشل او اور یي ورته واچاوه.
خو سیمه ایز پولیسو د مسلمان هلک ادعا رد کړې ده. د پولیسو یوه افسر سنتوش کمار، خبریالانو ته وویل چې د ابتدایي پلټنو او د څارونکي کمرو له ویډګانو څخه داسې شواهد نه دي ترلاسه شوي چې له مخې یي د سوځول شوي هلک خبره تائيد شي.
سنتوش کمار زیاته کړه چې دا کیدای شي د خپلمنځي خوابدۍ په پایله کې د یوه چا په دام کې اچولو هڅه وي او یا هم هلک پخپله ځان ته اور لګولی وي.
په هندوستان کې د بشري حقونو د فعالانو په خبره د مودي د حکومت په دوره کې د سخت دریځه افراطي هندوانو له خوا د مسلمانانو پر وړاندې د تاوتریخوالي په پيښو کې د پام وړ زیاتوالی رامنځته شوی دی.
دې ته ورته یوه پيښه د جولای میاشتې پر۲۱ نیټه د مهاراشتر ایالت په اورنګ آباد ښار کې هم رامنځته شوې وه. په دې پيښه کې هم نامعلومو کسانو دوو مسلمانانو ته ګواښونه وکړل او ویې ویرول او په زوره یي مجبورول چې د «جی شري رام» شعارونه ورکړي.
مخکې تر دې د جون میاشتې پر ۱۸ نیټه په جهارکهنډ ایالت کې د خلکو یوې لویې ډلې د تبریز انصاري په نوم پر یو مسلمان سړي هجوم ور وړ او هغه یي دومره وواهه چې څلور ورځې وروسته یي په روغتون کې سا ورکړه.
پر اړونده موضوع زمونږ له آرشیف څخه انځوریز رپوټ:
پولیس وایي چې خلکو انصاري د موټرسیکل د غلا کولو پر مهال نیولی وو، خو د اِف آیي آر د رپوټ په حواله د هغه وهونکو او ټکونکو له هغه څخه د «جی شري رام» او «جی هنومان» د شعار ورکولو غوښتنه کوله.
په هندوستان کې د بشري حقونو فعالان تور لګوي چې په داسې مواردو کې پولیس د حکومت پلوه ګوندونو او ډلو د فشار له امله د اغیزمن شویو کسانو پر ځای د مجرمينو حفاظت ته ترجح ورکوي.
په روانه میاشت کې د هندوستان ۴۹ مشهورو کارپوهانو لومړي وزیر نریندر مودي ته یو لیک واستاوه، چې په هند کې د مخ پر زیاتیدونکي مذهبي تاوتریخوالي د مخنوي په برخه کې خپل رول ولوبوي.
دوی مودي ته لیکلي وو چې اوس د «جی شري رام» له شعار څخه د خلکو د راپارونې له پاره استفاده کیږي، چې مخه نیول یي د حکومت مسئولیت دی.
په دې وروستیو کې پر یوټیوب د سندرغاړي ورون بهار، خپره شوې شخړیزه سندره «جو نه بولی جی شري رام، بهیج دو اوس کو قبرستان»(څوک چې شري رام نه وایي، هدیرې ته یي ولیږئ) په هندوستان کې په رسنیو کې ډیر لاس په لاس شو.
د دې سندرې پر وړاندې د هندوستان په مختلفو سیمو کې شکایتونه ثبت شول، چې تر هغې وروسته، څو ورځې مخکې په لکهنؤ کې چارواکو دغه سندرغاړی نیولی وو.
دویچه ویله اردو/ ش.ن/ ن.ز