1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ولې ډیر شمیر غیر مسلمانان د روژې په پروګرامونو کې ونډه اخلي؟

۱۴۰۳ فروردین ۳, جمعه

په منځني ختیځ کې چې خلک یې تر ډیره مسلمانان دي، روژه نیول یوه عادي خبره ده او غیر مسلمانان هم د روژې په پروګرامونو کې برخه اخلي. دغه مسئله په ډیرو عیسوي هیوادونو کې توپیر لري، خو داسې ښکاري چې بدلیږي.

https://p.dw.com/p/4e0j9
Irak | Fastenmonat Ramadan | Iftar in Bagdad
 د غیر مسلمانانو لپاره سخته ده چې روژه بابیزه وګڼي. لکه څنګه چې د مسلمانانو لپاره سخته وي چې په اروپا یا شمالي امریکا کې کریسمس له پامه وغورځوي.انځور: Murtadha Al-Sudani/AA/picture alliance

 

دا خبره چې «روژه یوازې په دین پورې اړه نه لري» کېدای شي یو مسلمان ته عجیبه ښکاره شي، خو دعراق اوسېدونکی ۵۳ کلن لیکوال خولود خردوم دا خبره په ښکاره ډول کوي.

دا لیکوال چې په بغداد کې ژوند کوي وايي: «روژه په دین پورې اړه نه لري. دغه میاشت د خلکو د یو ځای راټولیدنې دود هم دی.»

عراق چې اکثريت وګړي یې مسلمانان دي خو د دې لیکوال په خبره د دغه هیواد په هغو سیمو کې چې بېلابېلې مذهبي ټولنې په ګډه ژوند کوي، هلته غیر مسلمانان هم شته چې د په پروګرامونو کې برخه اخلي.

ملګري او کورنۍ د لمر له لویدلو وروسته د روژهماتې  لپاره راټولیږي او په دې توګه دا په يوه ټولنیز مناسبت بدليږي.

خردوم وايي: «کله ناکله عیسویان خواړه تیاروي او خپلو مسلمانو ګاونډیانو ته یې لیږي.» هغه زیاتوي:«کله مسلمانان هغوی ته خواړه لیږي. يا دوی ټول يوځای روژه نیسي. د دغه ډول شیان شریکول رښتیا چې ښه کار دی »

د منځیني ختیځ په سیمو کې دا ډول ورته کیسې شته. د قاهرې په سویل کې د اسيوط ښار اوسېدونکې پنځوس کلنه مصرۍ عيسوي مېرمن اُم امير وايي: «زما تر ټولو پخوانۍ او نږدې ملګرې مسلمانه ده او موږ په ځینو دودونو او کړو وړو کې شریک یو. د بېلګې په توګه زه د رمضان په مياشت کې روژه نیسم او بیا د هغې له کورنۍ سره روژه ماتوم».

په بیروت کې یوه ۳۴ کلنه لبنانۍ ښځه ریتا چې روژه نیسي، وايي: «زه یوه عیسوۍ يم، خو له ځوانۍ راهیسې مې ډېر مسلمانان ملګري درلودل او هېڅکله د مذهبونو تر منځ ډېر توپیر نه کوم.»

په لوېدیځ کې روژه؟

دې ته په پام سره چې يادې شوې درې واړه ښځې په مسلمان اکثريت هېوادونو کې ژوند کوي، د دوی تجربې به د دغو هېوادونو د اوسېدونکو لپاره د حيرانتيا وړ نه وي.

 د غیر مسلمانانو لپاره سخته ده چې روژه بابیزه وګڼي. لکه څنګه چې د مسلمانانو لپاره سخته وي چې په اروپا یا شمالي امریکا کې کریسمس له پامه وغورځوي.

خو اوس مهال  روژه په تدریجي توګه د عیسویانو په اکثریت هیوادونو کې په يوه ډېر مهم فرصت د بدليدو په حال کې ده.

تیر کال، لندن د اروپا لومړنی لوی ښار شو چې یو لوی سړک یې د روژې په څراغونو سینګار کړ. سږ کال د جرمني فرانکفورت ښار له لندن وروسته د جرمني لومړنی لوی ښار شو چې په یوه سړک یې د روژې څراغونه ولګول.

England | Fastenmonat Ramadan | Straßenbeleuchtung in London
لندن کې د روژې په څراغونو سینګار ښار.انځور: Can Nguyen/Captital Pictures/picture alliance

دغه اونۍ په اتریش کې، د کارینتیا په ایالت کې له ۱۰۰۰ څخه ډېر خلک «په آزاده فضا کې» د روژه ماتې له پاره راټول شوي وه.

په دغو  مراسمو کې د ټولنې ټولو غړو، حتی غیرمسلمانان او هغو کسانو ته هم چې روژه نه نیسي، د روژه ماتي او په ګډه ډوډۍ خوړلو له پاره  بلنه ورکړل شوې وه. تنظیم کونکي وايي چې هر کال په دې مراسمو  کې ډیر خلک برخه اخلي. یوه ګډون کوونکې سيمه ایزې ورځپاڼې »کلاین« ته وویل: «ما تمه نه درلوده چې دلته دومره ډیر غیر مسلمانان ووینم.»

د کیمبرج پوهنتون د وولف انسټیټیوټ مشره میریام واګنر، چې د یهودانو، عیسویانو او مسلمانانو تر منځ د اړیکو څیړنه کوي، دغه مسئله تاېیدوي او وایي: « په حقیقت کې د تنوع د لمانځلو لپاره د حکومتي ادارو، خیریه موسسو او کلیساګانو لخوا تنظیم شوي روژه ماتو کې ډیروالی راغلی دی.»

فرید حافظ، چې د »نوښت د پل« پروژې يو معتبر څيړونکی دی، چې د واشنګټن په جورج ټاون پوهنتون کې د اسلاموفوبیا یا له اسلام څخه د ویرې په اړه څیړنه کوي، استدلال کوي چې د روژې ډیر مطرح کول «په عامه فضا کې د مسلمانانو لپاره د سیاسي پیژندنې او برابرۍ په زیاتولو کې هم رول لوبوي.»

حافظ د بېلګې په توګه  یادونه کوي چې په ۱۹۹۰ لسیزه کې د امریکا د بهرنیو چارو د وخت وزیرې میډیلین البرایټ، په سفارتي دفترونو کې د روژه ماتې مراسم پیل کړل.

نوموړي زیاته کړه: «د امریکا سفارتونو په  اصل کې مسلمانانو ته په دغو مراسمو کې یو ډول خبرو ته بلنه ورکوله. بیا د متحده ایالاتو سفارتونو دا دود اروپایی هیوادونو ته راوړ او بیا اروپایی هیوادونو هم ورته اقدام وکړ. په دې توګه، قونسل، صدراعظمانو، د ادغام وزیرانو ټولو په دې مراسمو کې ګډون وکړ.»

د روژې سوداګریزې اغېزې هم د مسلمانانو د سپېڅلې میاشتې د ودې لامل شوې دي. د روژې په میاشت کې، مسلمانان د ډالیو څخه نیولې تر جامو، خوړو او نور ډیر څه باندې لګښت کوي.

یوازې په منځني ختیځ کې، په ۲۰۲۳ کې د روژې د میاشتې لګښتونه له ۶۰ ملیارد ډالرو څخه زیات اټکل شوي.

د روژې لپاره اعلانونه او کمپاینونه هم بدل شوي او ورځ تر بلې وده کوي او له ټاکل شوي هدفه پیغامونه نورو ټولونو ته هم غځیږي.

اعتراضونه هم شته

د وولف انسټیټیوټ د مشرې واګنر، له نظريو څخه یوه یې د ژبې او نسل د تغير په محور کې د رمضان پر ځانګړتياو راڅرخي، يعني دا چې د  رمضان پديده د ژبو او هم په نسل پورې تړلي ځانګړتياوې اغیزمنوي او يا يې منعکسوي.

واګنر چې د یوې ژبپوهې په توګه یې زده کړې کړي استدلال کوي «يوازې دا چې کله خلک د لهجې څخه په پاکه ژبه خبرې کوي، دا یو بدلون رامنځته چې دوی رښتیا  په ټولنه پورې اړه لري. موږ ګورو چې بريتانيا کې هغه مسلمانان په بومي انګلسي ژبه خبرې کوي او اوس یې عمرونه د ۴۰ او ۵۰ کلونو په شا او خوا کې دي او د مشرتابه او پر نورو د اغیزمن اچولو پر لور حرکت کوي.

په فرانسه کې هم همداسې ده. په دغه هیواد کې څیړونکي وایي چې د فرانسوي مسلمانانو راتلونکی نسل احساس کوي چې دوی کولی شي مذهبي مراسم په ښکاره توګه ترسره کړي.

 په فرانسه کې د عربي او اسلامي نړۍ د څیړنو او مطالعاتو د انسټیټیوټ څیړونکي جمیل الحمري، تیره اونۍ د لو موند ورځپاڼې ته وویل: «فرانسوي ځوانان د ډیرو ښکاره [مذهبي] مراسمو په ترسره کولو سره د ټولنې د بشپړو غړو په توګه خپل ځای پیدا کوي. هغوی ځانونه هم فرانسويان او هم مسلمانان ګني.»

خو هر څوک له دې پرمختګ څخه خوښ نه دي. ځینې ​​مسلمانان د روژې له سوداګریز کولو څخه  خوښ نه دي. محافظه کاره پوهان استدلال کوي چې غیر مسلمانان باید د روژې په مراسمو کې ګډون ونه کړي.

په داسې حال کې چې په اروپا کې سخت دریځي په دې باور دي چې دا ډول کړنې به د هغه تمدن د پای ته رسولو لامل شي چې دوی ورته مبارزه کوي.

خو حافظ او واګنر دواړه په دې باور دي چې دا ډول نظرونه نشي کولی هغه ګټې له منځه یوسي چې خلک د یو بل له باورونو او عقیدو سره راحته کیږي.

د مسلمانانو لپاره چې د عیسوي اکثریت هیوادونو په کلتور کې وده کوي، د مذهبي مراسمو ترسره کول ښايي په ټولنه پورې د هغوی د تړاو په معنا وي. حافظ استدلال کوي: «په عامه ځایونو کې د مراسمو ترسره کول پدې معنی دي چې روژه د هغه څه يوه برخه ده چې ټولنه یې لري.»

واګنر وايي دا ښايي د غير مسلمانانو له پاره يو ډول جشن او هم د تنوع د مديريت کولو په معنا وي.هغې په پای کې وویل: «کله چې موږ متنوع ټولنې لرو، موږ ګورو چې تنوع په حقیقت کې د یوې هوسا، خوشحاله او معمولا ډیرې عادلانه ټولنې ملاتړ کوي.»