ويانا کې د پوړني په اړه نندارتون جوړ شو
د تاريخي عکسونو، د موډ د طرحو، ويډيوګانو او نقاشيو په لرلو سره د ويانا په نړيوال موزیم کې يو نندارتون جوړ شوی دی چې د تاريخ، دين او جغرافيې په تړاو د پوړني ارزښت او تاريخچه څېړي.
د پوړني ډولونه
د غربي نړۍ په ډېرو برخو کې پوړنی نن سبا له دين او مذهب سره تړل کيږي. خو د سر د پټولو او پوړني د په سرولو دود له ديني، کلتوري او جغرافيايي حدودو څخه اوړي. د ويانا په نړیوال موزيم کې د «پوړني په سرولو، لرې کولو» په نوم نندارتون د پوړني تنوع تشريح کوي.
په عيسويت کې د پوړني رول
په عيسويت يا مسيحيت کې پوړنی د پيغلتوب او خاکسارۍ نخښه ده. د ګوادېلوپ مادونا چې د مکسيکو د حفاظت سمبول بلل کيږي، دغه نقاشي کې له پوړني سره مل ليدل کيږي. ښي لاس ته يوه عيسوۍ ښځه ليدل کيږي چې په ۱۸۸۶ کال کې يې په ترکيه کې عکس اخيستل شوی دی.
د نارينه و او ښځو له پاره څادرونه
د ويانا په نندارتون کې له ټولې نړۍ څخه څادرونه او پوړني ښودل کيږي چې نه يوازې په ښځو پورې مربوط دي. کيڼ لوري ته په تونس کې د ناوې پوړنی ښودل کيږي. ښي لاس ته داسې څادر معلوميږي چې د ګواتېمالا د يوې مذهبي ډلې نارينه غړي يې اچوي.
په رېګستان او صحرا کې د مخ پټول
دغه عکس اتريښي عکاس، لودويګ آلويس څوېرېر اخيستی دی چې يو توارېګ سړی ښيي. نوموړي د شمالي افريقا د کوچيانو دوديز لباس اغوستی دی. توارېګ داسې تک شين/آبي شال لري چې هدف يې د پېريانو شړل دي. توارېګ ښځې بيا خپل مخ نه پټوي.
پړونی او اسلام
د مسلمانو ښځو پوړني ته ډېر خلک د شک په سترګه ګوري. نيلبر ګويرش په خپله شپږ دقيقه يي ويډيو کې دغه موضوع ټاکلې ده. په دې ويډيو کې هغه داسې ډول ډول پوړني له سر څخه لرې کوي چې نورو ښځو ورکړي دي. هغه يې نوم اخلي او پوړنی لرې کوي. ګويرش په دې سره ټينګار کوي چې که مسلمانې ښځې پوړنی په سروي او که نه، خو شخصيت يې اهميت لري.
د پوړني هنري ترسيم
نندارتون داسې توکي هم رانغاړي چې پوړنی په هنري ډول ترسيموي. د اتريشۍ عکاسې، تينا لېشنر، دغه اثر د يوې ښځې ملا ته ورته شکل لري کومه چې د يوه څادر په مرسته پټه شوې ده.
د پوړني يو بل ډول
په لومړۍ کتنې سره دغه انځور يوه شهکار رسم ته ورته دی، خو مودلې پکې رېسايکل يا دوباره استعمال شوي مواد کارولي دي. پوړنی يې د بسته بندۍ له موادو څخه او ګوتمۍ يې د قطۍ له سر څخه جوړ دي.
له محافظه کارۍ د ښځو تر خپلواکۍ پورې
په اتريش کې تر دويمي نړېوالې جګړې مخکې هغه ښځه چې پوړنی يې په سراوه، درنه، کاريګره او محافظه پاله وطن دوسته بلل کېدله. خو په ۱۹۵۰ مو کلونو کې پوړنی د عصريتابه سمبول وګرځېد. هغه له ورېښمو جوړ و او د ښځو د خپلواکۍ او ښايست سمبول به بلل کېده.
د عصري موډ نخښه
د موډ اتريشۍ طراحه زوزانه بيسوفسکي د موډ داسې طرحې جوړوي. د هغې د ۲۰۱۸ کال کلکسيون د ويانا د نړيوال موزيم د نندارتون له پاره جوړ شوی دی. دغه نندارتون د ۲۰۱۹ کال د فبرورۍ تر ۲۶مې نېټې پورې دوام کوي او د نندارچيانو په مخ پرانيستی دی.