يوازې په ۲۰۱۸م کال کي کابو ۲۰ زره افغانان بې ځایه شوي
۱۳۹۶ اسفند ۸, سهشنبهد ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکي دفتر د سه شنبې په ورځ (۲۰۱۸م کال د فرورۍ ۲۷مه) یو نوی رپوټ خپور کړی دی. په دغه رپوټ کې راغلي دي چې د روان کال په لومړيو نژدې دوو مياشتو کي تر اوسه پوري په افغانستان کې ۱۸۵۰۰ کسان خپلو کورونو پريښودو ته اړ شوي دي.
د رپوټ له مخي په اوسط ډول کابو هره ورځ ۳۸۵ افغانان پخپل هيواد کي بې ځایه کیږي.
په رپوټ کې د افغانستان له کابو ټولو سیمو څخه د اجباري بي ځایه کيدو خبره شوې ده، خو زیاتره کسان د افغانستان په ختیځ او لویدیځو سیمو کې بې ځایه شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې تیر میلادي کال په افغانستان کې د بې ځایه شوو کسانو شمیر ۴۶۰ زرو او په ۲۰۱۶م کال کې تر ۶۶۰۶۰۰ تنو اوښتی وو.
پر دې سربیره د افغانستان له ګاونډیو هیوادونو ایران او پاکستان څخه هم افغانستان ته یو شمیر کډوال ستنیږي. په پام کې ده چې د مارچ میاشتې له لومړۍ نیټې څخه له پاکستانه افغانستان ته پخپله خوښه د افغان مهاجرو د ستنیدو لړۍ پیل شي.
زموږ له آرشیف څخه: