پاپ د ډوب شوي درې کلن ماشوم مجسمه سوغات کړې
۱۳۹۶ مهر ۲۴, دوشنبهايلان دری کلن کردي ټبره سوریایې مهاجر وو چې په ۲۰۱۵م کال کې د ترکیې ساحل ته نږدې د مدیترانې په اوبو کې ډوب شو. د نړۍ د کاتولیکانو روحاني مشر پاپ فرانسسکو د دوشنبې په ورځ (د اکتوبر میاشتې ۱۶) د ایټالیا په پلازمېنه روم کې د FAO په مقر کې د خوراک د نړیوالې ورځې په مناسبت جوړو شوو مراسمو په ترڅ کې د ایټالوي نقاش لوییګي پریویدل، له خوا له سپينو مرمرو څخه د ایلان جوړه شوې مجسمه نوموړي سازمان ته د تحفې په توګه وړاندي کړه.
د دغه مهاجر ماشوم جسد اوبو د ۲۰۱۵م کال د سپتمبر میاشتې پر ۲ نیټه د ترکیې د بودروم ښار ساحل ته را ایستلی وو. د دغه درې کلن ماشوم د مړي انځور په نړۍ کې د مهاجرو کړکیچ په اړه اندیښنې لا زیاتې کړي.
د ایلان کورنۍ وروسته تر دې چې ونه توانید په کاناډا کې په قانوني توګه پناهندګۍ ترلاسه کړي، مجبوره شوه چې د سوریې له روانې کورنۍ جګړې څخه د تیښتې په خاطر له قاچاقبرانو مرسته وغواړي.
له ترکیې څخه د یونان کووس ټاپو ته د رسیدو په کوښښ کې د دغه ماشومان په ګډون د هغه ۵ کلن ورور او مور یې د مدیترانې په اوبو کې خپل ژوند له لاسه ورکړ. یوازې د دغه ماشومان پلار عبدالله ژوندی پاته شو. هغه په یوه کښتۍ کې بې له حفاظتي واسکټه سپور شوی وو.
د کډالو نړیوال سازمان (IOM) د اټکلونو پر بنسټ په ۲۰۱۵م میلادي کال کې د مدیترانې سمندر له لاري د مهاجرت په مسیر کې ۳۶۰۰ انسانانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. دغه شمیر په ۲۰۱۶ م کال کې۵۰۰۰ ته لوړ شو.
د کډوالو نړیوال سازمان (IOM) او د کډوالو له پاره د ملګرو ملتونو عالي کمیساري (UNHCR) د روان کال د سپتمبر میاشتې تر اوله پورې د مهاجرت په مسیر کې د ژول شویو قربانیانو شمیر ۲۴۰۰ تنه اټکلوي.
د دغه پسمنظر په پام کې نیولو سره پاپ فرانسسکو د قانوني مهاجرت د امکاناتو برابرولو په اړه خپله غوښتنه یو وار بیا تکرار کړه.
زموږ له ارشيف څخه: