1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان د ملکي الوتنو له پاره خپل هوايي حريم بيرته پرانيست

۱۳۹۸ تیر ۲۵, سه‌شنبه

د پاکستان د هوايي چلند ادارې ويلي دي چې خپل هوايي حريم يې د ملکي الوتنو له پاره پرانيستی دی. پاکستان د روان کال په سر کې له هند سره تر ترينگلتيا وروسته خپل هوايي حريم د پوځي او ملکي الوتنو پر مخ تړلی وو.

https://p.dw.com/p/3M89W
Symbolbild Flugzeug vor Sonnenuntergang, Symbol picture airplane in front of sunset
انځور: picture-alliance/blickwinkel

د پاکستان د هوايي چلند ادارې پر ويب پاڼه د په اصلاح (NOTAMS) يا پېلوټانو او اړوندو کارکوونکو ته د جاري کړل شوې لارښوونې په حواله :«د پاکستان هوايي حريم په سملاسي توگه د تولو ملکي خدماتو پر مخ پرانيستل شوی دی.»

د دغي ادارې يوه چارواکي له رويترز خبري آژانس سره په تليفوني خبرو کې دغه پريکړه تائيد کړې ده.

پاکستان د روان ميلادي کال په فيبروري مياشت کې د هند تر ولکې لاندې کشمير کې د هند پر نيمه پوځيانو تر خونړي بريد وروسته، چې پړه یې پر پاکستان ميشتې تندلارې ډلې اچول شوې وه، خپل هوايي حريم تړلی وو. په دغه بريد کې ۴۰ نيمه پوځيان وژل شوي ول.

Karte Pakistan Karatschi ENG
د جغرافيايي لحاظه پاکسان پر يوه ډېره مهمه هوايي لاره پروت دی او د هوايي حريم بندیدو یې هره ورځ په لسونه پروازونه اغیزمنول

دواړو هيوادونو هغه وخت يو د بل پر خاوره هوايي بريدونه وکړل او په کشمیر کې د دواړو هيوادونو د پوځي الوتکو ترمنځ لنډه هوايي نښته هم شوې وه.

د ترينگلتياو تر يوه حده کمېدو وروسته د پاکستان هوايي ډگرونه په قسمي ډول بيرته پرانیستل شول، خو هغه نړيوال پروازونه یې تر اوسه اغیزمن کړي ول چې د پاکستان له هوايي حريمه یې گټه اخيستله.

پاکستان د خپل هوايي حريم د پرانستلو اعلان څو ساعته له هغه وروسته وکړ چې د امريکا د «United Airlines Holdings Inc» په نوم ستر هوايي شرکت ويلي ول چې د پاکستان د هوايي حريم محدوديت ته په کتو سره د امريکا څخه د هند نوي ډيلي او ممبي ته د خپلو پروازونو تعليق د اکتوبر مياشتې تر ۲۶ پورې غځوي.

bs/nz (Reuters)