پر بريتانوي ځواکونو د افغانانو د وژلو تور پلټني پيل شوې
۱۴۰۲ مهر ۱۸, سهشنبهدا پلټنه چې د دوشنبې په ورځ د لندن په شاهي محکمه کې پیل شوه، له ۲۰۱۰ څخه تر ۲۰۱۳م کال پورې د بریتانيا ځانګړو ځواکونو په شپنيو عملیاتو کې د غیرقانوني وژنو په تور او د ځينو قضیو پټول او یا پاتې راتللو په اړه ترسره کیږي.
د وژل شویو کسانو کورنۍ ادعا کوي چې هغوی ملکي وګړي او بې ګناه ول.
دغو کورنیو د حقیقت د روښانه کولو له پاره د دې تحقیقاتو د پیلیدو غوښتنه کړې ده. په یوه قضیه کې، د یوې کورنۍ غړي ادعا کوي چې نهه کسان په داسې حال کې په نخښه شوي چې ویده ول. خو د بریتانيا پوځ بیا ویلي چې عسکرو یې د ځان د دفاع په موخه دغه عملیات کړي ول.
د بي بي سي د یوه مستند فلم له خپرېدو وروسته د بریتانیا د دفاع وزارت د خپلواکو څېړنو امر وکړ. په دې مستند فلم کې رپورټ ورکول شوی چې د بریتانيا د هوايي ځواک لوړ پوړو پوځیانو څه باندې یوه لسیزه مخکې د خپل ماموریت پر مهال په مشکوکو حالاتو کې ۵۴ کسان وژلي دي.
دغه راز دوې کورنۍ چې په ۲۰۱۱ او ۲۰۱۲م کلونو کې د بریتانيا د هوايي ځواک ځانګړي ځواکونه د خپلو خپلوانو په وژلو تورنوي، حقوقي دعوه کړې او د دغو دوسیو د بیا کتنې غوښتنه کوي.
دا کتنه د بریتانوي ځواکونو له څو شپنیو عملیاتو سره تړاو لري چې ګومان کیدی هلته طالبان دي. یاد شپني عملیات د ۲۰۱۰م کال له نیمایي څخه تر۲۰۱۳م کاله پورې وشول. دغه شپنۍ عملیات "د قصدي نیولو عملیات" نومیدل.
یو وکیل اولیور ګلاسګو وایې د دې پلټني اصلي تور دا دی چې ویل کیږې د بریتانیا ځانګړو ځواکونو د هغو نارينه وو پر وړاندي چې عمرونه یې جنګ ته برابر ول د وژلو سیاست غوړه کړی وو، په داسې حال کې چې دا کسان د دوی له پاره ګواښ نه ول.
په دې څېړنه کې دا هم څېړل کېږي چې ایا د بریتانیا پوځي پولیسو په دې برخه کې مناسب چلند کړی او یا دا چې ایا غیر قانوني وژنې پټې شوې وې او که نه.
د پلټنو مشر چارلس هاډن کیف وویل چې دا تورونه "ډیر جدي" دي. په ورته وخت کې د لایټ ډې د قانون شرکت ټیسا ګریګوري، چې د ۳۳ وژل شویو کسانو د کورنیو استازیتوب کوي وایې: «زموږ موکلین هیله لري چې د دې څېړنې پرانیستل به د چوپتیا او د خنډونو دیوال پای ته ورسوي هغه څه چې دوی په تیرو لسیزو کې ورسره مخ ول.»
د بريتانيا پوځي پوليسو تر دې وړاندې هم یوه څېړنه کړې وه دا پلټنه په افغانستان کې د بریتانيا پوځیانو او ځانګړي ځواکونو د ناوړه چلند درلودلو په اړه ول، خو د دفاع وزارت ويلي دي چې په دغو څېړنو کې هېڅ ډول شواهد نه دي وړاندي شوې.