پر غزې باندي د اسرائیل په هوايي برید کي ۶۸ کسان وژل سوي
۱۴۰۳ دی ۱۴, جمعهد فلسطیني سرچینو په حواله، پر غزې تراډي د اسرائیل د تازه بریدونو په نتیجه کي ۶۸ کسان وژل سوي دي. د اسرائیل پوځ اعلان کړی دی چی د غزې تراډي په لوېدیځ خان یونس کي د حماس د قوماندې یو مرکز په نخښه کړی دی. دغه مرکز په داسي یوه سیمه کي پروت وو چي د بشردوستۍ د سیمې په توگه اعلان سوې وه. د اسرائیل پوځ وايي چي تر برید مخکي د ملکي کسانو د تلفاتو د مخنیوي له پاره یې ځیني اقدامات کړي وه.
په خان یونس کي د یوه سیمه ایز کلینیک د کارکوونکو په حواله، ددغه برید په نتیجه کي ۶ کسان وژل سوي دي. همدارنگه په غزې ښار او په شمال کي د هغه پر شاوخوا سیمو د بمباریو له امله نورو ۴۰ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. دغه شمیرې د حماس تر کنترول لاندي د مدني دفاع سرچینو اعلان کړي دي. په دې اړه د دواړو خواوو څرگندونې په خپلواکه توگه د تائید وړ نه دي.
د اوربند له پاره د هڅو بیا پیل
په عین حال کي د اسرائیل لومړي وزير بنیامین نتانیاهو، د اوربند په اړه د خبرو د دوام او یرغمل سوو د آزادۍ له پاره، قطر ته د خبرو اترو د یوه هیئت له سفر کولو سره خپله موافقه ښودلې ده. دغه خبري اتري د قطر، مصر او متحده ایالاتو په منځگړیتوب ترسره کیږي، ځکه چي اسرائیل او حماس له مستقیمو خبرو څخه ډډه کوي. حماس هم خپل استازي قطر ته استولي دي.
اړوند:په غزه کې اوربند ته د امريکا «محتاطانه» تمه
له تیرو هلوځلو سره سره، په دغو خبرو اترو کي هیڅ ډول پرمختگ نه دی سوی او یوې هوکړې ته د رسیدو له پاره هیلي کمزورې دي. یو له اصلي خنډونو څخه، د دواړو خواوو ترمنځ ژور اختلاف دی؛ اسرائیل او حماس یو بل ته د نه پخلاکیدونکي دښمن په سترگه گوري.
مخکي له دې د اسرائیل د مهاجرو د چارو وزیر، آمیخای شیکلی ویلي وه چي د داسي موضوعگانو په هکله بحث لکه "اسرائیل کوم فلسطیني زندانیان د یرغمل نیونکو په بدل کي آزاد کړي." او همدارنگه " په غزې تراډه کي د اسرائيلي ځواکونو د ځای پرځای کیدو دقیقه سیمه "د اختلاف وړ دی. خو په عین حال کي د تیرو میاشتو په مقایسه اوس دواړې خواوې یوې هوکړې ته نیژدې کیدونکي دي.
اړوند:ملګرو ملتونو په غزه کې د اور بند په تړاو پريکړه ليک تصويب کړ
د دواړو خواوو متضادې غوښتنې
اسرائیل د حماس له خوا د ژوندیو یرغمل سوو د نومونو د ليست د وړاندي کولو غوښتونکی دی. له بلی خوا حماس وايي چي د یرغمل سوو د ساتلو د ځای او روغتیايي حالت د معلومولو له پاره د جنگ بندیدو ته اړتیا سته. دغه ډله همدارنگه د جگړې پای ته رسیدو ته د اسرائیل د ژمنې غوښتونکې ده چي د نتانیاهو حکومت له خوا رد سوې ده.
دغه جگړه د ۲۰۲۳م کال د اکتوبر پر اومه، پر اسرائیل باندي د حماس له خوا په بې سارو او پراخو بریدونو سره پیل سوه چي د ۱۲۰۰ کسانو د وژل کیدو او شاوخوا ۲۵۰ کسانو د یرغمل نیولو سبب سوه. د فلسطیني منابعو په حواله په غزې تراډه کي تر اوسه پوري ۴۵۵۰۰ اضافه انسانان وژل سوي دي، خو دغه شمېرې په خپلواکه توگه د تائيد وړ نه دي او د ملکي کسانو او پوځي ځواکونو ترمنځ پکښي توپیر په پام کي نه دی نیول سوی.
په غزه کي بشري کړکېچ
د غزې د جگړې په ترڅ کي له ۲،۳ میلیونو کسانو څخه یې شاوخوا ۹۰ سلنه بې ځایه سوي دي. په سیمه کي بشري حالت کړکیچڼ دی او اوربند ته لاس رسی کیدای سي د خلکو د رنځ او کړاوو کمیدو ته یوه زمینه برابره کړي. سره له دې د دواړو خواوو ترمنځ د باور نستوالی او د گټو تضاد دا ستونزمنوي چی یو دوامداره حل ته لاس رسی پیدا سي.