پنتاګون او م.م: د افغانستان وضعیت مخ پر خرابیدو دی
۱۳۹۶ تیر ۱, پنجشنبهد افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي تادي ماچي یماماتو، په نیویارک کې د دغه رپوټ د وړاندې کولو پر مهال وویل چې د افغانستان په بیلابیلو برخو کې وروستي خونړي بریدونه کیدای شي د یوې لا ډیري ماتیدونکې او خونړۍ راتلونکې دورې نښانه وي.
د رپوټ په حواله ملګرو ملتونو یوازې د مارچ میاشتې له لومړۍ نیټې څخه بیا د مې میاشتې تر ۳۱مې نیټې پور ۶۲۵۲ امنیتي پیښې ثبت کړې دي. دا د تیر کال د همدې موده په پرتله دوه سلنه ډیروالی ښيي.
رپوټ ښيي چې تر ټولو ماتیدونکی وضعیت د افغانستان په ختیځي او سویلي سیمو کې موجود دی. په دغو سیمو کې د تیر کال په پرتله په امنیتي پیښو کې ۲۲ سلنه زیاتوالی راغلی دی.
په عین حال کې د امریکا متحدو ایالاتو د دفاع وزارت ویلي دي چې افغانستان اوس هم له يوې ډیریدونکې خونړۍ جګړې سره لاس او ګریوان دی. د دې ادارې په یوه نوي رپوټ کې راغلي دي: «افغان حکومت پر کابل، د نفوس پر لویو مرکزونو، ډیرو ترانزیتي لارو، ولایتي مرکزونو او د ولسوالۍ پر اکثریت مرکزونو باندې کنترول لري.»
خو په رپوټ کې زیاته شوې: «طالبان بیا د ولسوالیو پر مرکزونو بریدونو ته دوام ورکوي، د ولایتونو مرکزونه له ګواښ سره مخامخوي، او د لنډې مودې له پاره په هیواد کې د ارتباطاتو اصلي خطونه تر خپل کنترول لاندې نیسي. په ځانګړې توګه د کندز او هلمند په څیر سیمو کي.»