په آلمان کې د ښی اړخو په جرمونو کې د پام وړ زیاتوالی
۱۴۰۳ دی ۱۷, دوشنبهپه آلمان کې د ښی اړخو له خوا د جرمونو شمیرې، تیر کال خپلې لوړې کچې ته رسیدلي دي. لکه څنگه چې د جرمني د «آر ان دی» تحریریه شبکې د کیڼ اړخه پارلماني ډلې په غوښتنه د جرمني د کورنیو چارو وزارت د جواب له مخې رپوټ ورکړی دی، پولیسو په ټول آلمان کې د نوامبر د میاشتي تر پایه«د ښي اړخې - سیاسي انگیزې په لرلو سره د جرمونو» ۳۳ زره او ۹۶۳ پیښې ثبت کړي دي.
اړوند:آلماني پوليس: په چاقو سره جرمونه یوه ستونزه ګرځېدلې ده
د آلمان د جنايي پولیسو ادارې په ۲۰۲۳ م کال کې په مجموع کې « د ښي اړخې - سیاسي انگیزې درلودونکو جرمونو» ۲۸ زره او ۹۴۵ پیښي ثبتي کړي وې. په دې ډول د تیر کال دغو شمیرو کې د هغه د تیر کال په پرتله شاوخوا ۱۷،۳ سلنه زیاتوالی راغلی دی. لکه څنگه چې د ډسمبر د میاشتي پیښې په دغو ارقامو کې شاملي نه دي، نو نهایی رقم ښایی له دې هم لوړ وي.
اړوند:آلمان غواړي سرحدي کنترول وغځوي
د آلمان د جنایی پولیسو ادارې په دغه رپوټ کې ویلي دي چې د تیر کال له ثبت سوو جرمونو له څه نا څه ۳۴ زره څخه یې ۱۱۳۶ پیښي له زورزیاتیو ډکې وې. دغه رقم په ۲۰۲۳ م میلادي کال کې ۱۲۷۰ پیښې وې.
په ۲۰۲۴ م کال کې ددغو پیښو ډیره برخه تبلیغاتي جرمونه (۲۱ زره او ۳۱۱ پیښې) او د عمومي اذهانو د اندیښنې او تحریک (۵۰۹۷) پیښې وې او سربیره پردې پولیسو د مالي زیانونو ۱۹۴۷پیښې هم ثبتي کړي دي.
د آلمان په پارلمان کې د کیڼ اړخه گوند استازې او د ښی اړخه افراطیت کارپوهې، مارتینا رینَر دغه ډول زیاتوالی د اندیښنې وړ بللې دی.
رینر، د آلمان تحریریه شبکې «آر ان دی» ته ویلي دي چی :«دغه ارقام په تېرو کلونو کې په پرله پسې ډول له ۲۰ تر ۲۵ سلنه پورې زيات شوي ول.» هغې زیاته کړه:« ددغه خطرناک پرمختگ د درولو په موخه په داخلي سیاست کې هیڅ ډول پیاوړي تدابیر وجود نلري.»
اړوند:م.م: په نړۍ کې د مهاجرو شمېر ۱۲۲ ملیونو ته پورته شوی
د نوموړي رپوټ له مخی، که څه هم چې ددغو جرمي اعمالو عاملین د پاخه عمر لرونکي کسان وه، خو د ځوانانو شمیر هم په دا وروستیو کې ډیر سوی دی. رینر ویلي دي، ددې له پاره چې د نوو نازیانو له خوا په میاشتني ډول څه د پاسه ۳۰۰۰ جرمي اعمال په یوې عادي خبرې وانه وړي نو باید سیاسي تدابیر ترلاس لاندي ونیول سي.
رینر د «آلمان له پاره د بدیل» ښی اړخه گوند د پیاوړتیا او د ښي اړخو مخ په زیاتیدونکي تاوتریخوالي ترمنځ ارتباط ته اشاره وکړه. د دې په وینا چې دا ډول اړیکه ثابته سوې ده، نو د کیڼ اړخه ګوند نوموړې استازي د «آلمان له پاره د بدیل» ګوند د بندیز د پروسې د پیلولو د نظر ملاتړ وکړ.