کورنۍ تاوتریخوالی په آلمان کې په درو ورځو کې یوه ښځه وژني
۱۳۹۷ آبان ۳۰, چهارشنبهد آلمان د ښځو د چارو وزیري فرانسیسکا ګیفي، د سه شنبې په ورځ د تیرکال د کورني تاوتریخوالي شمیرو د خپرولو پر مهال د دې پدیدې پر ضد د مبارزې غوښتنه وکړه.
نوې شمیرې ښيي چې په تیرو درو کلونو کې د کورني تاوتریخوالي پیښې۱۰سلنه لوړې شوې دي دا په داسې حال کې ده چې له دې ډول تاوتریخوالي سره د مخامخو کسانو له ډلې څخه یوازې یوه برخه یې شکایتونه ثبتوي.
د ۲۰۱۷م کال شمیرې:
- د تاوتریخوالي د نزدې ۱۴۰ زره قضیو په اړه رپوټ ورکړل شوی. دا تاوتریخوالی داسې کسانو کړی چې یو له بل سره په اړیکه کې ول.
- هره ورځ، په اوسط ډول، یوه سړي هڅه کړې چې خپله اوسنۍ او یا هم پخوانۍ د ژوند ملګرې ووژني. په ۱۴۷ داسې مواردو کې نارینه د خپلي ملګري په وژنه توانیدلي دي.
- د جنسي تیري، زخمي کولو، جنسې زورونې او تعقیب په زرونو قضیې ثبت شوې دي.
- د کورني تاوتریخوالي د ۸۲ سلنه قضیو قربانياني ښخي وې، خو په ۳۲ سنله مواردو کې بیا نارینه قربانیان ول.
- په دوه پر دریمه برخه مواردو کې نارینه برید کوونکي ول.
«تصور يې نه کيږي»
د آلمان د کارګرو د هوساینې د فدرال انجمن مشر ولفګنګ شتیدلر، ویلي دي چې دغو شمیرو ډیر خواشنی کړی او د کورني تاوتریخوالي د مخنیوي له پاره یې د لا سختو تدابیرو غوښتنه کړې ده. هغه روښانه کړې ده چې دا د منلو وړ نه ده چې اوس هم په آلمان کې د «ښځو امن کورونه» په سمه توګه نه تمویلیږي.
د آلمان د ښځو د چارو وزیرې فرانسیسکا ګیفي، بیا ویلي: «د آلمان په څیر یوه پرمختللي هیواد له پاره دا دومره لوړې شمیرې دي چې تصور یې نه شي کیدای.»
حالات کوم لورې ته روان دي؟
تازه خپرې شوې شمیرې د تیرکال په پرتله لوړې دي، خو لوی لامل یې دا دی چې د کورني تاوتریخوالي تعریف اوس پراخ شوی دی. په دې ترتیب سره نو اوس جنسي تیري او زورونې، پر ښځو دلالي کول، په جبر واده ته مجبورول او د آزادي سلبول په کورني تاوتریخوالي کې شاملیږي.
که دغه موارد له ښږنیو شمیر و ایستل شي، نو بیا د تیرکال په پرتله د کورني تاوتریخوالي په پیښو کې ۰،۸ سنله کمښت راغلی دی. خپرې شوې شمیرې ښايي تر ریښتنو پیښو ډیري کمې وي، ځکه د کورني تاوتریخوالي یوازې ۲۰ سنله قربانیان د مرستې غوښتنه کوي.
برید کوونکي څوک دي؟ برید کوونکي په ډیرو مواردو کې نارینه دي. د ۳۰ او ۳۹ کلونو تر منځ نارینه بیا په ځانګړي ټوګه له تاوتریخوالي ډک دي. په نیمایي قضیو کې برید کوونکي له قربانۍ سره په یوه کور کې اوسید. په ډیرو مواردو کې د الکولو استعمال هم نقش لاره.
کومې مرستې موجودې دي؟ په آلمان کې د ښځو د امن شاوخوا ۳۵۰ کورونه موجود دي. پر دې سربیره د مشورو ۶۰۰ مرکزونه هم شته چې په کال کې له ۳۰۰۰۰ ښځو سره مرسته کوي. دغه مشورې په ۱۷ ژبو وړاندې کیږي.
کوم بدلون رامنځ ته کیږي؟ د آلمان د ښځو د چارو وزیري فرانسیسکا ګیفي، ویلي دي چې د مرستې مرکزونه به لا پسې براخ شي او د مرستې د غوښتنې له پاره به د تلیفوني اړيکو یوه نوې لار رامنځ ته شي. په ۲۰۲۰م کال کې به ۳۵ میلیونه یورو ایالتونو او ښاروالیو ته ورکړل شي چې د کورني تاوتریخوالي پر ضد پروګرامونو جوړ شي.
ms/nz (dpa, AFP, KNA, epd)