1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په امریکا کې ژمنی طوفان: ۶۰ میلیونه انسانان اغیزمن دي

ګل غوټۍ پوپل | د فرانسې خبري آژانس،رویترز
۱۴۰۳ دی ۱۷, دوشنبه

د امريکا متحده ایالاتو ځينې برخې د يکشنبې په ورځ يوه سخت ژمني طوفان وځپلې. د هوا پیژندنې ملی ادارې په ځینو سیمو کې د لسو کلونو راهېسې د تر ټولو سختو واورو اټکل کړی دی.

https://p.dw.com/p/4orLJ
دغه لومړني ستر سخت طوفان پر ترانسپورت باندي هم تر یو ځایه سخت اغیز کړی دی.
په امریکا کې ژمنی طوفان: ۶۰ میلیونه انسانان اغیزمن ديانځور: Chase Castor/AFP/Getty Images

د هوا پیژندنې ملي اداره (NWS) خبرداری ورکوي چې د دوشنبې تر ورځي پوري د دغه دوامداره «ویجاړوونکي سخت طوفان» له امله کیدای سي څه د پاسه ۶۰ میلیونه انسانان اغیزمن سي. نوموړی طوفان به د مېري لند او ویرجینیا ساحلي ښارونو پوري د شمالي قطب یخني له ځانه سره راوړي.

اړوند:قطبي بادونو په امریکا او کاناډا کي حرارت منفي ۷۸ درجې ته رسولی

د هواپیژندنې اداره په شمال ختیځو ښارونو نیویارک او پنسلوانیا کې تر ۶۰ سانتي مترو پوری واورې د اوریدو اټکل کوي. د AccuWeather د هواپیژندنی د ادارې په حواله کیدای سي هلته څه د پاسه یو متر واوره وسي. په کنساس او گاونډي ایالت میسوري کې د ځای وخت يکشنبې په سهار خپرې شوې وړاندوینې له مخې، په ساعت کې د ۶۴ کیلو مترو په سرعت بادونو اټکل سوی دی او زياته شوې چې تر ۳۸ سانتي مترو پوري به واوره وسي چې «له یوې لسیزي راهېسې به بې ساري وي»

USA | Indianapolis | Wintersturm
د امریکا متحده ایالاتو په انډیاپولیس کی سخته واورهانځور: Michael Conroy/AP Photo/picture alliance

د هواپیژندنې د ادارې (NWS) په حواله پلازمینه واشنگټن باید تر ۱۲ سانتي مترو پوري واورې ته چمتو سي. خو تکساس څخه د لوزيانه او لاباما څخه تر د فلورېدا تر ځینو سيمو پورې بیا تر لسو درجو پورې او يا تر نورمال لږ ټيټې تودوخې تمه کیږي. NWS د مسیسیپي د درې له پاره د سخت طوفان  وړاندوینه کړې ده.

دغه لومړني ستر سخت طوفان پر ترانسپورت باندي هم تر یو ځایه سخت اغیز کړی دی. د کنزاس سیتي نړیوال هوایی ډگر باید د شنبې په ورځ «د ګړندي یخ د جوړیدو له امله» په مؤقتي ډول خپل د الوتنې عملیات ځنډولي وای.

USA | Shawnee, Kansas | Wintersturm bringt Schnee vom Mittleren Westen an die Ostküste
د کنزاس سیتي نړیوال هوایی ډگر باید د شنبې په ورځ په مؤقتي ډول خپلي الوتنې ځنډولي وای.انځور: Chase Castor/AFP/Getty Images

د هواپیژندنې  اداره (NWS) خبرداری ورکوي: « د آب و هوا  دغه ډول شرایط به پر سفرونو سخت اغیز ولري،  سړکونه به وتړل سي او ددې سخت خطر موجود دی چې موټرونه بند پاته سي.» سربیره پردې په ډیریو ایالتونو کې د راچپه سوو ونو له امله د بریښنا د قطع کیدو او نورو زیانونو بیره هم موجوده ده.

Gulghuty Popal
ګل غوټۍ پوپل ګل غوټۍ پوپل له کلونو راهیسې د افغانستان په اړه د راډیويي او تلویزیوني خپرونو ویاندویي کوي.