په ايټاليا کي تر واوري لاندي سوي هوټل د ژغورني عمليات
په ايټاليا کي د هغه هوټل د پاکولو عمليات روان دي چي د واوري ښويدني له امله تر واوري لاندي سوی او نژدې ۳۰ کسان پکښي موجود ول. د عملياتو انځورونه دلته کتلای سئ.
د واوري تر غره لاندي
واوري ښوېدني د ريوپيانو هوټل له خپلو ۳۰ مېلمنو سره مکمل تر واوري لاندي کړی. د ژغورني له ټولو تلاښونو سره سره تر اوسه پوري له هوټله هيڅوک نه دي ژغورل سوي.
هوټل ته لاري ټولي بندي دي
دوه ساعته وخت ئې وغوښت چي ژغورونکي ډلي دغه هوټل ته ورسيږي. په دغه سیمه کي د واوري ښوېدني له کبله په ځينو ځايونو کي څلور متره واوره پرته او لاري بندي دي. ژغورونکي ډلي په څرخۍ الوتکه کي هوټل ته ځانونه رسولي دي.
«څو کسان مړه»
واوره ښوېدنه په هغه اندازه پياوړې وه چي په هوټل کي په ورننوتلو سره ئې ځيني برخي لس متره له ځانه سره مخ ته کش کړي دي. ژغورونکي ډلي وايي چي دوی اندېښنه لري چي په هوټل کي به ډېر کسان وژل سوي وي.
۴ متره واوره
واوره اوس هم اوري او ژغورونکو ډلو خپلو ځانو ته خېمې درولي دي. دوی ويلي دي چي په ځينو سيمو کي د واوري لوړوالی څلورو مترو ته رسږي.
ژغورونکي ډلي
ژغورونکي ډلي يوازي تر واوري لاندي سوی هوټل په ژغورنه بوختي نه دي، بلکي نوري سيمي هم سته چي وگړي ئې بايد وژغورل سي. په دغه سيمه کي د چهارشنبې په ورځ څلور پياوړي زلزلې وسوې. دهغه واوره ښوېدنه هم د زلزلې له کبله رامنځ ته سوې ده.
د ناورين کال
په هغه سيمه کي چي د تيرکال په اگست مياشت کي زلزله وسوه او ۳۰۰ انسانان ئې ووژل او ډېره واوره اورېدلې ده. د دغي سيمي خلک چي د کورونو د ويجاړېدو له کبله ئې په موقتي ځايونو کي ژوند کاوه اوس نورو سیمو ته انتقال سوي دي.