په تبت کې د زلزلې له امله لږترلږه ۹۵ کسان مړه سوي
۱۴۰۳ دی ۱۸, سهشنبهلکه څنگه چې دولتي خبري آژانس شینهوا رپوټ ورکړی، ددغې زلزلې له امله لږترلږه ۱۳۰ انسانان زخمیان سوي هم دي. سربیره پردې له ۲۰۰۰ څخه اضافه کورونو ته په بیلابیلو کچو زیانونه اوښتي دي. د CCTV په دولتي رسنۍ کې د زلزلې له مرکز سره نیژدې له ډیرو ویجاړ سوو کورونو څخه خبره کیدله.
د معلوماتو له مخې، دغهزلزله د تینگري سيمې په شاوخوا کې رامنځته سوې چې اوريست غره [Mount Everests] په شمالي برخه او څه ناڅه ۴۰۰ کیلومتره د تبت له پلازمینې لهاسا څخه لیري وه. د شینهوا په حواله د زلزلې د مرکز پر تقريباً ۲۰ کیلومتره شاوخوا سیمه کې څه ناڅه ۶۹۰۰ انسانان ژوند کوي، دا په داسې حال کې ده چې د رسمي معلوماتو له مخې د تینگري سیمه ۶۱ زره اوسیدونکي لري.
د شینهوا په حواله د زلزلې ټکانونه په شاوخوا سیمو کې په ښکاره ډول احساس سوي او ډیری کلي اغیزمن سوي دي. د ژغورنې عملیات پیل سوي او دا چې اوسیدونکي د نورو ممکنه زلزلو له اغیزو وساتل شي، نورو ځایونو ته به انتقال سي.
دغې زلزلې په هند او نیپال کې هم خلک اغیزمن کړل
په هند او نیپال کې هم ددغې زلزلې ټکانونه احساس سوي دي. د »همالیا ټایمز« ځایی ورځپاڼي رپوټ ورکړی چې د نیپال په پایتخت، کتماندو او د هیواد په ځینو نوروبرخو کې خلک د خپلو کورونو د نړيدو کیدو بیري، سړکونو ته راووتل. په اول سر کې معلومه نه وه چې خلک به زخمیان سوي وي او که څنگه. همدارنگه د سیمه ايزو رسنیو په حواله په هند کې هم دغه زلزله احساس سوې ده.
په دغه سیمه کې زلزلې عامې دي
د ټولنیزو رسنیو په انځورونو او ويډیوگانو کې ویجاړ سوي سړکونه او په تیره بیا یو پوړیزه نړیدلي کورونه لیدل کیږي.
د چینایی چارواکو برعکس چې ددغې زلزلې قوت یې ۶،۸ ښوولی وو ، د امریکا متحده ایالاتو د ځمکې پیژندنې ادارېې (USGS) بیا د هغې د ریشتر په مقیاس ۷،۱ درجې څخه خبر ورکړی دی. همدارنگه نورې کوچنۍ زلزلې هم ثبتي سوي دي.
تبت او د چین ، نیپال او د هند په شمال کې د جنوب لویدیځ ټوله سیمه، ډیری وختونه له هغو زلزلو څخه اغیزمنې کیږي چې د هند او اورآسیا تکتونیکي صفحو د ټکر له امله رامنځته کیږي.
په ۲۰۰۸ میلادي کال کې د چین د سيچوان په ولایت کې د یوې سختې زلزلې له امله شاوخوا ۷۰ زره انسانانو خپل ژوند له لاسه ورکړ. په ۲۰۱۵ م کال کې یوې بلې سختې زلزلې د نیپال د کتماندو پر شاوخوا سیمه ولړزوله چې له امله یې څه ناڅه ۹۰۰۰ انسانانو خپل ژوند له لاسه ورکړ او په زرو نور کسان زخمیان سول.